لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان به هم له چین ایران او نورو هېوادونو سره په روس کې ګډ پوځي مشقونه کوي
تازه خبر

پاکستان به هم له چین ایران او نورو هېوادونو سره په روس کې ګډ پوځي مشقونه کوي


واشنګټن ــــ د روانې ستمبر میاشتې په پای کې د روس په جنوب کې شپږ ورځني پوځي مشقونه کېږي چې د روس په ګډون د چین، پاکستان، ایران، ارمېنیا، بېلاروس،‌ میانمار (برما) او ځینو نورو هېوادونو پوځونه به پکې ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي تر دغو پوځي مشقونو مخکې دا مهال د شانګهای د همکارۍ سازمان (ایس سي او) په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره ماسکو ته تللی دی.

د چین د دفاع وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه بیان کې ویلي، دا مشقونه د چین او روس د اړیکو لپاره ځانګړې معنا لري او وایي د دغو مشقونو ځای ته به د چین په نوې ټرانسپورټي الوتکه کې پوځي موټر او سپکه وسله وروړل کېږي:

"دا مشقونه به د ستمبر له 21مې تر 26مې پورې وي چې پکې به دفاعي تدبیرونو، محاصرې او د جګړې په ډګر کې کنټرول او کمانډ ته توجه کېږي".

د پاکستان او روس تر منځ په وروستیو کلونو کې سیاسي، سفارتي او پوځي اړیکې فعالې شوې دي، چې د څېړونکو په وینا د چین د نیژدې ملګرتیا په خاطر دا هېواد اوس روس ته هم نیژدې کېږي. د پاکستان د دفاعي چارو څېړونکې عایشه صدیقه وایي:

"اوس خو په ظاهره له کرونا وبا وروسته د اقتصادي مرستې لپاره چین د پاکستان یواځینۍ اسره ده، څومره چې د امریکې، هند او سعودي عرب اتحاد ټینګېږي، همدومره پاکستان له امریکې لرې کېږي او د چین، روس او ایران ممکنه اتحاد ته ور نیژدې کېږي".

څېړونکي وایي که څه هم د پخواني شوروي اتحاد په ضد پاکستان د افغانستان جهادي ډلو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړی وو او د هغوی ملاتړ یې کاوه، خو په وروستیو کې یې د خپلو دفاعي او سټرېټیجیکو ګټو لپاره له روس سره خپلې اړیکې بیرته جوړې کړې دي.

د اسوشیېټیډ خبري ایجنسۍ په وینا د چین او روس تر منځ له دوو لسیزو راهیسې "پرخې سټرېټیجکې ملګرتیا" د امریکې د مخنیوي لپاره تر خپل منځ په پوځي او سفارتي برخه کې همکاري لا زیاته کړې ده.

وایي د روس او چین پوځونه په وروستیو کلونو کې نه یواځې هر وخت ګډ پوځي‌ مشقونه کوي بلکې د شام او شمالي کورنیا د شخړو پر سر په ملګرو ملتونو کې د امریکا په وړاندې د یو بل ملاتړ هم کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG