لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان په ګډه به د سولې عمل خرابوؤنکو ته ماتې ورکوؤ، ايي اېس پي ار


د پاکستان پوځ ویلي د پاکستان او افغانستان په پوله دواړو غاړو ته د تشدد پېښې سېوا کېدو مطلب دا دی چې د افغانستان د سولې عمل د پټلۍ څخه وغورځول شي.

د پاکستان پوځ په ټویټر ويلي د بده مرغه دواړو غاړو ته د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

پوځ زياته کړې پاکستان په دې کلک باور لري چې دواړه هېوادونه د سولې او پرمختيا حق لري.

د پاکستان پوځ ويلي هغه څوک چې د افغانستان د سولې عمل خرابوي دوی پاکستان او افغانستان به ورته په ګډه ماتې ورکوي.

د پاکستان د پوځ د دغه ټويټ څو ساعته وروسته بيا طالبانو ويلي د راتلونکې خالي/ شنبې په ورځ بېن الافغاني خبرې پيليږي.

او بيا د افغانستان صدارتي ماڼۍ هم ويلي نن د جمعې په ورځ به د ولسمشر اشرف غني په امر د حکومت مذاکراتي ډله قطر ته لاړه شي.

امريکې د بېن الافغاني خبرو هرکلی کړی او د بهرنيو چارو وزير يې مايک پمپيو ویلي دوی به د خبرو ملاتړ کوو.

د پاکستان پوځ د پولې دواړو ته د تشدد د پېښو سېوا کېدو او د افغانستان د سولې د عمل خرابوؤنکو خبره په داسې وخت کې کړې چې د روانې میاشتې په سر کې په جنوبي وزيرستان کې په يوه چاؤدنه کې د يو افسر په ګډون درې پاکستاني پوځي سرتیري وژل شوي وو، د دغه پېښې زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په شمالي او جنوبي وزيرستان او نورو علاقو کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

پاکستان بيا بیا دا خبره تکراروي چې په افغانستان کې سوله غواړي او د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده.

پاکستان دا هم وايي چې د افغانستان په سوله کې يې د سهولت کار رول ترسره کړی دی او د افغانستان سولې ته ژمن دی.

د قطر نه د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي دوه ځله د پاکستان سفر هم کړی دی.

پاکستان وايي ځينې قوتونه نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.

او د روانې میاشتې په سر کې بيا د پاکستان وزیراعظم عمران خان د الجزيره سره په يوه مرکه کې ویلي ؤ هند به نه غواړي چې د افغانستان د سولې عمل کامياب شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په مهال د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان او نورو هېوادونو ترڅنګ د سفرونو سره د هند سفرونه هم کړي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG