لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په صوابۍ کې نرښځی وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په صوابۍ سيمه کې يو تن خپل ورور وژلی، خو د خېبرپښتونخوا د نرښځيانو مشر/ مشره فرزانه وايي وژل شوی تن نرښځی ؤ.

د صوابۍ پوليس وايي د وژل شوي تن د وژنې مقدمه يې د هغه په ورور د 302 مادې لاندې درج کړې ده خو وژونکی یې تراوسه نه دی نيولی.

د صوابۍ پولیس وي اوای ډيوه ته ویلي چې د دواړو وروڼو ترمنځه د جګړې وروسته يې کشر ورور په مشر محمدسعيد ډزې کړي او هغه يې په ځای وژلی دی.

په اېف ايي ار کې د نرښځي يادګېرنه نه ده شوې يواځې دومره ويل شوي چې مېرني کشر ورور حماد يې مشر ورور په دې وژلی چې هغه يې د خوشي ګرځېدو نه منع کولو.

خو د خېبرپښتونخوا د نرښځيانو مشر/ مشره فرزانه وايي محمد سعيد، سعيده نومېده او هغه نرښځی ؤ.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغې دعوه وکړه د سعيده د وژنې علت دا ؤ چې هغه نرښځی ؤ او خوشي ګرځېدل ورته بهانه کړی شوي دي.

فرزانه زياته کړه په څو ورځو کې دا دوېم نرښځی دی چې داسې په تشدد وژل کيږي.

دوه ورځې وړاندې د پېښور په پلوسه سیمه کې د نالومو وسله والو په ډزو کې ګل پاڼه نومې نرښځی وژل شوی او بل ژوبل شوی ؤ.

د نرښځيانو د اتحاديې مشر وویل په پاکستان کې دوی تحفظ ته نشته هر ځای دوی ته سپک کتل کيږي کورنۍ يې هم نه پرېږدي او بهر پرې ژوند تنګ کړی شوی دی.

هغې وويل د کال 2015م راهسې په خېبرپښتونخوا کې 73 نرښځيان وژل شوي دي.

د صوابۍ پوليس وايي د وژنې په پېښه کې تورن ککړ تن يې تراوسه نه دی نيولی او د هغه د نيولو دپاره هڅې روانې دي.

په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی تېمور کمال وايي، د نرښځيانو د وژنې مقدمې درج شي خو بيا وروسته په عدالتونو کې دوی ته انصاف نه مېلاويږي.

هغه وويل دوی غواړي چې که د نرښځيانو د وژنو مقدمې د رياست په مدعيت کې درج کړی شي نو بيا تمه کېدی شي چې دوی ته انصاف ترلاسه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG