لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نائن الیون:جګړه ۱۹کاله،خو فیصله بیا هم دمذاکراتو په میز


نولس کاله وړاندې هم په دې ورځ د القاعده شبکی ترهګرو د امريکاڅلورجهازونه هائي جيک کړل او په دغه جهازونو باندې يې بيا بريدونه ترسره کړل چې پکې خواؤشا 3,000 کسان وژل شوي وؤ.

په امریکا د ېوولسم ستمبر د بریدونو نولسم کاله نن په داسې حال کې سرته رسیږي چې ددغه بریدونو راپدیخوا افغانستان کې دامریکا په مشرۍ د 19 کلنې اوږدې جګړې سرته د رسولو په غرض سبا(شبنه)د افغان حکومت او طالب جنګیالیو ترمينځ دسولې بېن الافغاني خبرې د قطر سرښار دوحه کې پېلېږي.

څېړونکي وايي دغه جنګ ېوه خبره په ثبوت ورسوله چې جنګونه که هرڅومره اوږده شي خو ستونزې اؤ جنجالونه یوازې په خبرو هواریدی شي.

نولس کاله وړاندې هم په دې ورځ د القاعده شبکی ترهګرو د امريکاڅلورجهازونه هائي جيک کړل او په دغه جهازونو باندې يې بيا بريدونه ترسره کړل چې پکې خواؤشا 3,000 کسان وژل شوي وؤ.

دالقاعده لخوا ددې پېښو دمسولیت قبلولو وروسته هغه وخت امریکا په افغانستان دواکمنو طالبانو نه غوښتنه کړې وه چې دالقاعده مشر اسامه بن لادن باید امریکا ته وسپاري.

خو کله چې طالبانو داسامه دسپارلو نه انکار وکړو نو دکال2001م داکتوبر په میاشت کې امریکا دخپلو زرګونو ائتلافي پوځیانو په ملتیا دعصري جنګي الوتکو،وسلو اؤ نورو مهماتو سره په القاعده اؤ طالبانو ختمولو پسې افغانستان ته راغله.

اؤ دنولسو کلونو د اوږدې جګړې وروسته سږکال دفرورۍ په میاشت کې امریکې طالب مشرانو سره په قطر کې د اوږدو خبرو وروسته د سولې یو تړون لاسلیک کړو.

دڅېړونکو په وینا دنائن الیون دخونړیو بریدونو راپدیخوا د امریکا په مشرۍ کې د افغانستان په خاوره د ترهګرۍ ضد پېل کړل شوې جګړې ترهګري ختمه نکړی شوه او نړۍ به په راتلونکى کې هم ددې ستونزې سره مخ وي.

د پاکستان د پوځ پخوانۍ افسر برګېډير رېټاېرډ سعيد نذير واىي د 11م ستمبر پېښې او له هغې وروسته که پاکستان بې کچه مالي او ځاني زيان وموندو نو ورسره د پخوانیو قبائیلي سيمو د ژوند ټول اړخونه هم وځپلی شول، کلتور، دود دستور ېې له مينځه لاړل او ددغو سیمو خلک در په در شول.

وي او ای ډيو سره خبرو کې نوموړي ویلي نن هم د نائن الیون دپېښو اثراتو نه نړۍ خوندي نه ده اؤ دا اثرات له مینځه تلل به ډيرو مودو ته اړتیا ولري

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ډیوه ته ویلي دغه پېښې په نړۍ ژور اثرات غورځولي او عالمي سياست ېې هم بدل کړو.

نوموړی وایي ځنېو قوتونو د ترهګرۍ پر ضد جنګ ترشا خپل سياسي مقصدونه هم ترلاسه کړل.

هغه وايي باېد چې ددې اوږد جنګ څخه پښتانه ېو سبق زده کړې او هغه دا که چېرې بيا داسې جنګونه پلان کېږى نو باېد چې پښتانه یې ځانونه د خشاک جوړېدو ځخه خبر او بچ وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG