لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په موتړوی دجنسي زیاتي دښکار میرمنې نمونو د یو تن ډي‌ این سره سمون خوړلی،د رسنیو دعوه


پولیس سرچینې وایي درې ورځې وړاندې دپنجاب په ګوجر پوره موتر وی د دوؤ کسانو لخوا دجنسي تیري دښکار شوې میرمنې نه اخستل شوؤ نمونو په جنایي جرمونو کې د ککړ یو تن ډي این سره سمون خوړلی دی.

د خالي په ورځ پاکستاني رسنیو د پولیس سرچینو له خولې ویلي چې دعابد علي په نوم بیلابیلو جرمونو کې دککړ یو تن ډي این ای دفرانزک سائنس ایجسنۍ په بینک کې له وړاندې پرته وه اؤ کله چې د جنسي تیري دښکار میرمنې نه اخستل شوې نمونې ددغه ډي این ای سره وکتل شوې نو سمون یې ورسره وخوړو.

دپاکستان ایکسپریس ټیلي ويژن د وزیراعظم عمران خان د سیاسي اړېکو دځانګړي معاون ډاکټر شهباز ګل له خولې ویلي چې ډي این ای چې په بیلابیلو جرمونو کې دککړ کوم تن سره سمون خوړلی دهغه د نیولو دپاره هڅې روانې اؤ زر به ونیول شي.

رسنۍ وایي دپنجاب وزیراعلي عثمان بزدار ته هم د لوړې کچې د یوې غونډې په مهال ویل شوي چې د میرمنې نه اخستل شوو نمونو د یو تن د ډي‌ این سره سمون خوړلی خو دغه تن لا نه دی نیول شوی.

دتیرې چهارشنبې په شپه د ګوجر پوره په موټر وی دوؤ تنو وسله والو هغه مهال په یوه میرمنه دخپلو دوؤ ماشومانو دسترګو وړاندې جنسي تیری کړی ؤ چې هغې ته د سړک دپاسه په موټر کې تیل خلاص شوي وؤ اؤ د کومک په انتظار خپل موټر کې ناسته وه.

دپولیسو لخوا د درج شوي ایف ایي ار له مخې دغو دوؤ کسانو د یادې میرمنې د موټر شیشه ورماته کړې وه اؤ هغه یې دسړک نه لاندې ځنګل ته بوتلی وه اؤ د بچو په وړاندې یې پرې جنسي تیری کړی ؤ.

د جنسي تیري دې پېښې په ټولنیزو رسنیو دخلکو سخت غبرګونونه راپارولي اؤ په پولیسو نیوکې کوي چې ولې ولې دغې میرمنې ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلي دي.

پولیس وایي د پېښې په تړاؤ یې جرمونو کې ککړ یو شمیر کسان نیولي اؤ دهغوئ نه پلټنې کوي خو تر اوسه نه دي بریالي شوي چې پېښه کې ککړو اصلي کسانو ته ورسیږي.

دعابد علي په نوم چې دکوم تن ډي‌ این ای د زیاتي ښکار میرمنې د ډي این ای سره سمون خوړلی دهغه هویت هم رسنیو ته نه دی ښودل شوی چې دکومې سیمې سره تړاؤ لري اؤ تر دې وړاندې یې دکومې بڼې جرمونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG