لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت او د پښتنو ملتپالو ګوندونو د بین الافغاني خبرو د پیل هرکلی کړی


واشنګټن ــــ د پاکستان د مرکزي حکومت په ګډون د پښتنو ملتپالو ګوندونو په قطر کې د بین الافغاني خبرو د پیلېدو هرکلی کړی او هیله څرګنده کړې چې دا خبرې په ښه ډول پر مخ لاړې شي او په افغانستان کې د جګړې ختمېدو ته سیاسي حل ولټول شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د بین الافغاني خبرو د پیلېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي د افغانستان او سیمې د امن، ارامۍ او سوکالۍ لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې د خبرو کامیابي ډېره ضروري ده. عمران خان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

"افغان ولس چې د سولې او پرمختګ لپاره په دې نتیجه خېز سفر کې پر مخ ځي پاکستان به یې ملاتړ ته دوام ورکوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په دوحه کې د خبرو پرانیستونکې غونډې ته د ویډیو لینک له لارې وویل، پاکستان له هرې ممکنې لارې په افغانستان کې د تشدد د کمولو او پر ښکېلو غاړو د خبرو پیلولو لپاره ټینګار کړی دی:

"موږ د خپلې غاړې ذمه واري پوره کړې ده، دا اوس په افغان مشرانو پورې اړه لري چې له دې تاریخي موقعې ګټه واخلي او د سیاسي حل لپاره په ګډه کار وکړي، یواځې افغانان باید له بهرنۍ لاسوهنې پرته د خپل مستقبل ټاکونکي وي".

د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وایي، پاکستان او افغانستان دواړه جګړې او بدامنۍ ځپلي دي، وایي دا مذاکرات د سیمې د امن لپاره ډېر مهم دي ځکه چې وایي په پاکستان کې امن د افغانستان له امن سره تړلی دی. ښاغلي شېرپاو وي او اې ډیوه ته وویل:

"په افغانستان کې امن به پر موږ او همسایه ملکونو اغېز ولري، موږ همدا غواړو چې په سیمه کې دې امن راشي او په سیمه کې د امن لپاره هلې ځلې ډېرې ضروري دي او داسې اقدامات اخیستل غواړي چې دا مذاکرات خپل مقاصد تر لاسه کړل شي".

د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړی سردار حسېن بابک وایي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پیلېدو هرکلی کوي او وایي دا د پاکستان خصوصاً د پښتنو سیمو لپاره ډېر ګټور ګڼي ځکه چې وایي له امن سره به دواړو غاړو ته اقتصادي هلې ځلې پیل شي:

"موږ ته یې ډېره فایده دا ده چې تجارتي لارې به خلاصې شي، د دواړو ملکونو تر منځ د باور ماحول جوړ شي نو زموږ په لکونو پښتانه ځوانان چې په اماراتو، کراچۍ، قطر، سعودي،‌ عمان یا په ملایشیا کې دي دا به راځي او پښتونخوا به د تجارت عالمي مرکز جوړېږي".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر او پخوانی صوبایي وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزی وایي، دوی د هر هغه عمل ملاتړ کوي چې د افغان ولس ګټې پکې وي:

"د پښتنو په حیث د افغانستان د ابادۍ او استقلال په ملاتړ کې یو، موږ ډېر زیات ورته خوشبینه یو چې بین الافغان مذاکرات وشي او دوی پخپله روغه جوړه سره وکړي".

شاه محمود قرېشي وویل په افغانستان کې تېرې څلوېښت کلنې جګړې پاکستان هم زیات اغېزمن کړی، چې په ترهګرۍ کې یې ګڼ شمېر خلک وژل شوي، بې کوره شوي او پراخ اقتصادي زیان یې لیدلی دی. وایي په دې تاریخي پړاو کې باید پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار نه شي او افغان ولس د تېرې په څېر یواځې پرېنښودل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG