لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دپوځي پوستې ترڅنګ چاودنه کې یو عسکر وژل شوی


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپوځي پوستې ترڅنګ دمائن چاودنه شوې چې پکې یو پوځي وژل شوی دی.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې دخالي په ورځ ویلي دا چاودنه میران شاه کې دامنیتي ځواکونو د پوستې ترڅنګ شوې اؤ چا پکې د وژل شوي پوځی نوم ساجد ښودل شوی دی.

دچاودنې نه وروسته پوځ ټوله سیمه خپله ولکه کې اخستې اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

تر دې وړاندې هم په شپږم ستمبر د میر علی په خیسوخیل سیمه کې د پوځ په ګشتي پارټۍ ډزې شوې چې پکې دوه عسکر ټپي شوي وو.

همدا شان په ۳۱م اګست جنوبي وزیرستان کې د پوځیانو په ګزمه دنامعلومو وسله والو لخوا ډزې شوې وې چې پکې درې پوځی عسکر وژل شوي وؤ.

د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وو، چې له کبله یې شاوخوا لس لکه کسان له خپلو سیمو بې کوره شوي وو.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې یې د وزیرستان زیاتره سیمې له ترهګرو پاکې کړې دي خو اوس هم هلته وخت په وخت په پوځ، نورو ځواکونو د بریدونو اؤ چاودنو ترڅنګ په سیمه کې د هدفي وژنو راپورونه مخې ته راځي‌.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG