لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ښځه جنسي تیری:تورن تن ځان پولیسو ته سپارلی، وایي پېښه کې لاس نه لري


دپنجاب دګوجر پورې سیمې ترڅنګ دلویې سړک دپاسه په یوه میرمنه جنسي تیري باندې دحکومت اؤ پولیس لخوا تورن کړل شوي تن وقارالحسن پولیسو ته پخپله خوښه ځان سپارلی خو وایي چې دجنسي تیري په دې پېښه کې هیڅ لاس نه لري.

تر دې یوه ورځ وړاندې دپنجاب صوبې لمړي وزیر عثمان بزدار اؤ دپولیسو مشر انعام غني مطبوعاتو ته ویلي وؤ دپلټنو نه ورته روښانه شوې ده چې د وقارالحسن اؤ عابد علي په نومونو دوه کسان په یاده میرمنه جنسي تیري کې ککړ دي اؤ پولیسو د هغوئ دنیولو دپاره سړي سر ۲۵لکه روپۍ انعام هم ویستی ؤ.

پاکستاني رسنۍ وایي د اتوار په ورځ د وقارالحسن په نوم یو تورن تن لاهور کې دسي ایي ای پولیسو ته پخپله ورغلی اؤ ځان یې ورته سپارلی دی.

رسنۍ وایي د وقارالحسن په نوم دغه تن پولیسو ته ویلي چې په تیرو وختونو کې یې نور جرمونه کړي خو دښځې په بې ابرو کولو کې هیڅ لاس نه لري.

تر دې دمخه پولیس چارواکو ویلي وؤ چې په موټروی دخپلو بچو دسترګو وړاندې دجنسي تیري ښکار شوې میرمنې نه اخستل شوې نمونو د عابد علي نومې یو تن د ډي این ای سره سمون خوړلی اؤ د وقارالحسن دموبائیل فون د ریکارډ نه ورته معلومه شوې ده چې هغه عابدعلي سره په اړېکه کې ؤ.

خو تورن تن وقارالحسن پولیسو ته ویلي چې دهغې اوښی عباس د عابدعلي سره دهغه په موبائیل فون تماسونه لرل اؤ دغو دواړو تنانو یو ځائ جرائم کول.

په پېښه تورن کړل شوی بل تن عابد علي تر اوسه پولیسو ته په لاس نه دی ورغلی اؤ پولیس وایي چې دهغه دنیولو دپاره هم چټک هڅې روانې دي.

په نهم دسمبر د لاهور سره نزدې ګوجر پوره سیمه کې دشپې مهال په موټر وی یوې میرمنې ته موټر کې تیل خلاص شوي وؤ اؤ هغه دخپلو ماشومانو سره خپل موټر کې د مرستې په انتظار ناسته وه چې دپولیسو د وینا له مخې په دغه مهال دوه کسان راغلي اؤ په هغې یې نزدې ځنګل کې دهغې دبچو دسترګو وړاندې جنسي تیری کړی ؤ.

ددې پېښې په ضد ګرد پاکستان کې احتجاجي مظاهرې شوي اؤ په حکومت اؤ پولیسو کلکې نیوکې روانې دي چې میرمنو اؤ ماشومانو ته په تحفظ ورکولو کې ناکام شوی دی.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان ددې پېښې نوټس اخستی اؤ پولیس چارواکو ته یې امر کړی چې په سمدستي توګه پېښه کې ککړ کسان باید ونیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG