لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا او نړۍ کې د کورونا ورستی حال


واشنګټن - په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو څخه زیات شوی او د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د اتوار یا یکشنبې په ورځ په یوه ورځ د ۳۰۷۹۳۰ نویو پېښو راپور ورکړی.

یادې ادارې تر دې مخکې د سپټمبر په شپږمه نېټه د ۳۰۶۸۵۷ راپور ورکړی وو.

همدارنګه په یوه ورځ باندې تر ټولو زیاته مړینه د اپرېل په ۱۷ نېټه رپوټ شوې وه چې ۱۲۴۳۰کسان وه.

ډبلیو اچ او وايي، هند، امریکا او برازیل چې په نړۍ کې د کورونا د زیاتو پېښو له کبله تر نورو مخکې دي د کورونا نوې پېښې هم په دغو هېوادونو کې زیاتې دي.

همدارنګه د ۵۵۰۰ نورو کسانو له مړه کېدو سره اوس په نړۍ کې د مړو شمېر له ۹۱۷۰۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

هندوستان د یکشنبې یا اتوار په ورځ د ۹۴۳۷۲، امریکا د ۴۵۵۲۳ او برازیل د ۴۳۷۱۸ نویو پېښو راپور ورکړی.

دا په دې معنی چې په امریکا کې د کورونا له سختو ورځو څخه چې په یوه ورځ به پکې له ۷۷۰۰۰ څخه زیاتې پېښې راپور کېدلې اوس په نویو پېښو کې ۴۴٪ کموالی راغلی.

همدا ډول امریکا او هند هر یوه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا څخه تر زرو د زیاتو مړینو او برازیل د ۸۷۴ مړینو راپور ورکړی.

خو امریکا اوس هم د کورونا د ۶.۷ میلینو څخه د زیاتو پېښو په لرلو سره په نړۍ کې مخکې ده.

په هندوستان کې بیا له برازېل څخه د کورونا پېښې زیاتې شوي او ۴.۷ میلیونو ته رسېږي.

یواځې د هندوستان په مهراشترا ایالت کې د خالي یا شنبې په ورځ د کورونا پېښې له یو میلیون څخه زیاتې شوې.‌

په برازیل کې بیا د کورونا پېښې له ۴.۳ میلینو څخه زیاتې شوې.

د نیو انګلېنډ جورنال اف مېډېسن په یوې مقاله کې وړاندیز شوی چې په ټوله نړۍ کې د ماسکونو تړل ښايي د ناروغۍ وخامت راکم کړي او دا باوري کړي چې د کورونا زیاتره نوې پېښې بې له اعراضو څخه دي.‌

ددې ترڅنګ په عربي‌ متحده اماراتو کې هم د خالي یا شنبې په ورځ د کورونا د ورځنیو پېښو شمېر تر بل هر وخت څخه زیات او ۱۰۰۷ ته رسېدلی وو.

چارواکو یې له خلکو غوښتي چې خپلو احتیاطي کارونو ته دوام ورکړي.

بل پلو د کورونا د واکسین په ډګر کې مخکښې کمپنیو اسټرازېنېکا بېرته د واکسین ازمویلو چارې وروسته له هاغې پیل کړې کله چې د واکسین د خوندیتوب له څارونکو څخه اجازه واخیستله.

د برتانیې او سویډن یادې کمپنې د تېرې نهې یا سې شنبې په ورځ د واکسین ازمویلو بهیر هغه وخت ودروه کله چې یو کس د دوی د واکسین له اخیستلو څخه ناروغ شو.

د اسټرا زېنېکا واکسین په نړۍ کې د هغو نهو واکسینونو له ډلې څخه دی چې د ازمېښت په دریم پړاو کې دی.

دغې کمپنۍ د اګست په ۳۱ نېټه په خپل ازمېښت کې ۳۰۰۰۰ کسان داخل کړي دي او په برازیل او د جنوبي امریکا په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم خلکو ته ورکړل شوی دی.‌

XS
SM
MD
LG