لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمس عینک لوبډلې ته په ماتې ورکولو دکابل بازانو دشپږیزې اتلولي وګټله


دافغانستان دشپږیزې کرکټ سیالیو دپائ لوبه کې دکابل بازانو لوبډلې دمس عینک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه اؤ ددغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

د دې ليګ د شپږو لوبډلو له منځه د مس عينک اتلانو او د کابل بازانو دپائ سیالۍ ته وتلي وؤ.

دپائ لوبه کې دکابل بازانو لوبډله وړومبی توپ وهنې ته وتلې وه اؤ په ټاکلو اووونو کې یې مس عینک لوبډلې ته د۱۴۰منډو هدف ورکړی ؤ.

دمس عینک لوبډله چې کله توپ وهنې ته راووتله نو په ټاکلو اوورونو کې یې یوازې ۱۲۹منډې جوړې کړې اؤ دغسې ټوله لوبډله وسوځیدله.

په شپږيزه ليګ کې شپږ لوبډلې، د مس عينک اتلان، د بندامير ښاماران، د کابل بازان، د امو نهنګان، د سپين غر زمريان او د بست ساتونکي لوبیدلي وؤ.

XS
SM
MD
LG