لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: کرونا وبا د قابو نه بهر ده


د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل د شورو/ چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د کرونا وبا "د قابو نه بهر ده" او هغه په نړيواله ورورولۍ غږ کړی چې په راتلونکې کې داسې ارزان ويکسين جوړ کړي چې هر څوک ورته لاس رسی لري.

انتونيو ګېټرس ویلي،"نن زمونږ نړۍ ته لومړنی امنيتي ګواښ دا وايرس دی".

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه تراوسه پورې په نړۍ کې نزدې په 30 ملينه خلکو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او 939456 کسان ترې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو مشر ويلي هغه به راتلونکې اوونۍ په ټولو غږ کوي چې د هغه د 23م مارچ د نړيوال اوربند خواست دې د دې کال د اخره پورې په مکمله توګه عملي شي چې ټول پام د کرونا وايرس ته ماتې ورکولو ته واړول شي.

ګېټرس ویلي په نړۍ کې سائنس پوهان لګيا دي چې د کرونا دپاره ويکسين جوړ کړي خو تراوسه پورې د دې وبا هيڅ علاج نشته.

نوموړي ویلي يواځې ويکسين د دې وبا حل نه دی اړتيا دې ته ده چې د دې وايرس د نوؤ پېښو مخه ونيول شي زندګۍ بچ شي په ځانګړي ډول په راتلونکو 12 مياشتو کې.

نوموړي په دې خبره زور راوړی چې ويکسين بايد داسې وي چې هر څوک ورته لاس رسی لري او اندېښنه يې څرګنده کړې چې د ويکسينو په اړه ځينې سازشي نظريې او مالومات خورول کيږي او له دې امله به بيا ډېر خلک ويکسين يا ټيکې نه لګوي.

ګېټرس ويلي بايد د کرونا وبا څخه د نړيوال اقتصاد بيا بحالي د چاپيريال د بدلون او پرمختيايي اهدافو ترلاسه کولو پورې وتړل شي.

هغه ويلي په نړۍ کې د تودوخۍ اور بل دی بايد د دې اور مخه ونيسو.

XS
SM
MD
LG