لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استاد خیال محمد وایي روغ رمټ دی،دمړینې اوازې یې حقیقت نه لري


دپښتو د غزل دشنهشاه اؤ ستر هنرمند استاد خیال محمد دمړینې په اړه په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ټولې اوازې بې اساسه دي اؤ استاد خیال محمد وایي هغه روغ رمټ اؤ پخپل کور کې دی.

د چهارشنبې په ماسخوتن په ټولنیزو رسنیو داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګنې استاد خیال محمد مړ شوی دی،

تر دې څه موده وړاندې هم ځېنو خلکو د استاد خیال محمد د مړینې په حواله په ټولنیزو رسنیو د دروغو خبرونه خپاره کړي وؤ خو وروسته معلومه شوه چې مړ شوی دافغانستان یو فولک سندرغاړی خیر محمد دی.

همدا شان وخت په وخت په ټولنیزو رسنیو دنورو وتلو پښتنو هنرمندانو د مړینې دروغژنې اوازې هم په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي چې په هغې کې د استاد فطرت ناشناس،زرڅانګې،هارون بادشاه،ګل پاڼې،نازیه اقبال اؤ نورو نومونه شامل دي خو دغه ټولې اوازې وروسته ناسمې ثابت شوي دي.

دخیال محمد استاد دمرګ له اوازې خوریدو څه موده وړاندې چې کله د کلاسیکي موسیقۍ دتکړه استاد ډاکټر فطرت ناشناس دمړینې اوازه په ټولنیزو رسنیو خوره شوې وه نو هغه هم په دې عمل سخت ځوریدلی اؤ خفه شوی ؤ اؤ‌ ډيوه ته یې ویلي وؤ.

"ما خو ویل که دې خلکو ته زه ګران یم ،ماسره مینه کوي، ماته خو اوس معلومه شوه چې دوئ خو زما مرګ ته شېبې شمیري اؤ تر دغو شېبو رارسیدو وړاندې یې ووژلم"

په ټولنیزو رسنیو د خیال محمد استاد دمرګ د دروغو خبرونو خپریدو سره دپښتو موسیقۍ اؤ دهغه په مینه والو کې ستختې اندېښنې خورې شوي دي خو استاد خیال محمد پخپله د وي او ای ډیوه خبریال فاروق فراق سره د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبرې کړي اؤ ورته یې ویلي چې هغه روغ رمټ اؤ پخپل کور کې دخپلو اولادونو سره دی.

استاد خیال محمد د پښتنو په دې رویه دافسوس څرګندونه وکړه اؤ وئ ویل "مرګ یو داسې حقیقت دی چې هر چاله شته ، خو ژوندي انسانان مړه کول ډیره دخفګان اؤ مایوسۍ خبره ده"

هغه د ټولنیزو رسنیو دفعالینو نه هېله وکړه چې باید داسې بې ځایه اوازې خورې نکړي چې خلکو دپاره دخفګان اؤ اندېښنې وړ وګرځي.

استاد خیال محمد چې تر نیمې پیړۍ یې زیاتې د پښتو سندرې ویلي دافغانستان اؤ پاکستان حکومتونو ورته په غوره هنري خدمتونو سترې دولتي جائزې ورکړي اؤ ددې ترڅنګ یې په زرګونو نورې جائزې اؤ ستائنلیکونه هم دبیلابیلو هیوادونو اؤ هنري ادارو څخه ترلاسه کړي دي.

۷۴اویا کلن خیال محمد د تیرې ډیرې مودې راهسې ناروغه اؤ د سندرو ویلو نه پریوتی دی خو اوس مهال هم هغه دهیواد بیلابیلو برخو کې په هنري دستورو کې برخه اخلي اؤ دفن اؤ هنر په هکله زیاتره وخت رسنیو سره خپلې رایې شریکوي.

هغه دپښتو په زرګونو فلمونو ته دسندرو ویلو ترڅنګ په زرګونو سندریز البمونه هم ریکارډ کړي اؤ ددې ترڅنګ یې په ټي وي ، سټیج اؤ ریډیو هم په زرګونو سندرې ویلي چې زیاتره یې تر ننه مشهورې دي اؤ خلک یې په مینه اور

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG