لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو لس نورې پېښې مخې ته راغلي


په پاکستان کې د پوليو وايرس لس نورې پېښې مخې ته راغلې چې پکې دوه د پوليو د لومړي ډول او اته نورې د پولیو وايرس د پولیو وايرس د دوېم ډول رپورټ شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه د پوليو د لومړي ډول (ټايپ ون) دوه پېښې د بلوچستان صوبې په قلعه سېف الله او پنجاب صوبې په رحيم يار خان کې مخې ته راغلي او ویل شوي چې دوه ماشومان د پوليو وايرس له امله معذوره کړي دي.

په پاکستان کې د پولیو شمېره 72 ته رسېدلې ده.

ویل شوي د پوليو د دوېم ډول (ټايپ ټو) اته نوې پېښې مخې ته راغلي دي.

د پوليو د دوېم ډول زياتې پېښې په پنجاب صوبه کې رپورټ شوي دي چې پکې دوه په فېصل اباد، درې په جهنګ او يوه په ټوبه سينګ کې مخې ته راغلې او دوه پاتې د سيند صوبې په حېدراباد او کراچۍ ښارونو کې مالومې شوي دی.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د پولیو د دوېمې نمونې 62 پېښې مخې ته راغلي دي.

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي په ډېرو علاقو کې اوس هم خلک د پولیو ضد څاڅکو ورکولو څخه انکار کوي.

چارواکي زياتره د پېښو د مخې ته راتلو علت هم د ميندو پلارانو لخوا خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو نه ورکول ښودل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG