لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوي صنعتي مرکزونه دې جوړ شي خو د وړاندې نه موجودو ته دې هم پام وشي، د رسالپور ماربل سټي سوداګر وايي


د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلع کې د سنګ مرمرو/ ماربلو کاروباريان وايي په صوبه کې دې اقتصادي مرکزونه جوړ شي خو د وړاندې نه چې کوم جوړ شوي هغو ته دې هم پاملرنه وشي اباد دې شي او وده دې ورته ورکړی شي.

د نوښار په رسالپور سيمه کې د ماربل سټي د سوداګرو مشر اصغر خان اتمانخېل وايي دغه ماربل سټي/ اقتصادي مرکز د لسو کالو راهسې د بجلۍ ترڅنګ د بنيادي اسانتياؤ څخه محروم پاتې دی.

د پاکستان د صنعتونو او پېداوار لاندې کار کوونکې د مرکزي سټون ډويپلمنټ کمپنۍ لخوا په کال 2010م کې د 185 اېکړه ځمکې دغه ځای د ماربل سټي دپاره اخستل شوی او ځايي سوداګر وايي دوی پکې څلور اربه روپۍ سرمايه کاري هم کړې ده.

سوداګر وايي که په رشکۍ کې صنعتي زون/ اقتصادي مرکز د روزګار او پرمختګ سبب جوړیږي نو دغه ماربل سټي هم لس زره کسان په روزګارکولی شي.

اصغر خان وايي دوی د دغه زون خلاف نه دي خو د حکومت نه په ځايي کچه د سوداګرو دپاره د اسانتياؤ برابرولو او دوی ته د ودې ورکولو غوښتنه کوي.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان په 14م ستمبر په رشکۍ کې د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ لاندې د يو خصوصي صنعتي زون جوړېدو د تړون کېدو ویلي چې دا به نه يواځې د صوبې صنعت ته وده ورکړي بلکې ورسره به د چین سره سوداګري ښه شي او دوه لاکه نوکرۍ به پېدا کړي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د جولايۍ په مياشت کې د نوښار په جلوزو کې په 257 اېکړه ځمکه باندې د اقتصادي مرکز پرانسته کړې وه.

وي اوای ډيوه په صوبه کې د اقتصادي پرمختيا د محکمې سره رابطه کړې چې د سوداګرو د شکايتونو په اړه ورسره خبرې وکړي خو د چارواکو لخوا ورته ځواب نه دی ويل شوی.

خو د محکمې مشر جاوېد خټک څو ورځې وړاندې وي او ای ډیوه ته ويلي ؤ چې د صوبې حکومت په نوښار، چترال او غازي سيمو کې د وړو کارخانو د مرکزونو پلان لري.

سوداګر وايي دغه صوبه چې په تېرو کلونو کې د ترهګرۍ ښکار پاتې شوې په وروستیو کې کرونا د دوی کاروبارونه او صنعتونه نور اغېزمن کړي دي.

د اقتصادي چارو کار پوهان وایي خېبرپښتونخوا ته چې د صنعت په برخه کې کومه وده ورکول پکار ؤ، هغه شان پام دې صوبې ته نه دی شوی.

د اقتصادي چارو کار پوهه او د کالج استاز ارسلان اقبال وايي په صوبه کې د بېنکونو لخوا په ګرانو شرطونو قرضې ورکول کيږي د کوم اغېزې چې نېغ په نېغه د کاروبارونو په وده کيږي، سوداګر نه شي کولی چې په اسانۍ سره قرضې واخلي او کاروبارونه، صنعتونه پرې ښه کړي.

د خېبرپښتونخوا سوداګر وايي بايد په صوبه کې د وړاندې نه موجودو صنعتونو ته وده ورکړل شي نه چې د سي پېک لاندې کومې پروژې پېل کيږي د هغو له امله ځايي صنعتونه د پامه وغورځول شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG