لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عوامي نېشنل ګوند او قومي وطن ګوند پر مشرانو د بریدونو تازه خبرداری ورکړل شوی


واشنګټن ــــ د عوامي نېشنل ګوند او قومي وطن پارټۍ مشران وايي د پوليس له خوا ورته په دوی د بريدونو خبرتيا ورکړل شوې ده. دې ګوندونو ميا افتخار حسېن او افتاب احمد خان شېرپاو ته په دړکو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي امنيت ورکول د رياست ذمه واري ده.

د پوليسو مرکزي دفتر پېښور نه جاري شوي يو خط کې ويل شوي، د افغانستان په کونړ سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان په غونډه کې په ميا افتحار حسېن، افتاب احمد خان شيرپاو، په باجوړ کې په سياسي غړو، په مومندو کې په حکومت پلوه مشرانو او سياسي غړو او په مردان او چارسده کې په پوليس مشرانو د بريدونو دړکه ورکړل شوې ده.

په خط کې ميا افتخار حسين او افتاب احمد خان شيرپاو په نوم ياد کړل شوي دي خو د نورو سيمو د کسانو نومونه پکې نه دي اخيستل شوي.

د ميا افتحار حسېن يواځینی زوی میا راشد حسېن شاوخوا لس کاله مخکې وسلوالو وژلی او وړاندې ګڼ شمېر د ګوند کارکونکي په هدفي وژنو او ځانمرګي بريدونو کې وژل شوي دي. د ګوند مرکزي مشر سردار حسېن بابک وايي په تازه دړکو اندېښمن دي او وايي امنيت ورکول د رياست بنيادي ذمه واري ده:

"دا سلسله د ډېر وخت نه روانه ده خو حکومت پرې خاموش تمشایي دی، زمونږ جومات محفوظ نه دی، سکول محفوظ نه دی، زمونږ د اواز د ليک لوست او شتمن خلک محفوظ نه دي او دا ډېره د تشويش خبره ده".

د قومي وطن پارټۍ مشران وايي له دې نه وړاندې هم په افتاب احمد خان شېرپاو پينځه ځامرګي بريدونه شوي چې پکې يې په لسګونو د ګوند کارکوونکي او عام خلک وژل شوي دي.

د قومي وطن پارټۍ مرکزي مشر سکندر شېرپاو وايي دوی ته داسې دړکې د ډېر وخت نه ورکول کيږي خو په داسې حال چې د پاکستاني طالبانو ډلې بيا يو ځايي شوي او په قبايلي ضلعو کې بريدونه سېوا شوي دي تازه دړکو اندېښمن کړي دي:

"په قبايلي ضلعو کې طالبان بيا يو ځای شوي او بريدونه هم سېوا شوي دي او حکومت يې د مخنيوي د پاره کوم ګامونه نه پورته کوي".

د خېبر پښتونخوا د حکومتي چارواکو له خوا د دې دړکو په اړه لا تر اوسه څه نه دې وويلي شوي. د وزيراعلا د اطلاعاتو د سلاکار کامران بنګښ نظر مو د وټس اېپ او ټيلیفون د لارې د معلومولو هڅه وکړه خو بريالي نه شو چې نظر يې معلوم کړو.

بل خوا د عوامي نېشنل ګوند غړي وايي ميا افتخار حسېن سره د وړاندې نه ساتنې د پاره پوليس اهلکار موجود دي او د قومي وطن پارټۍ غړي وايي افتاب احمد خان شېرپاو سره د ساتونکو ترڅنګ د تګ راتګ په وخت پوليس سيکيورټي هم ورکول کيږي، خو وایي د تازه دړکو پس کوم نوي ګامونه نه دي پورته کړل شوي.

په قبايلي ضلعو کې د امنيت خرابېدونکې وضعې په اړه تېره ورځ رایټرز خبري ایجنسۍ هم د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي وو چې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې په قبایلي ضلعو کې 40 پاکستاني پوځیان د وسلوالو په بریدونو کې وژل شوي، خو د ټپي شویو امنیتي عسکرو شمېر یې نه دی ورکړی.

رایټرز په اسلام اباد کې د فاټا د څېړنیز مرکز د معلوماتو په اساس ویلي، چې د سږ کال د جنورۍ او جولای میاشتو تر منځ په قبایلي ضلعو کې په 67 وسلوالو بریدونو کې 109 عام کسان وژل شوي، چې وایي تر تېر 2019م کال دوه چنده زیات دي.

په قبایلي ضلعو کې د وسلوالو د بیا فعاله کېدو په اړه دا رپوټ په داسې وخت کې خپور شوی، چې بېلابېلو وسلوالې ډلې په تېره جولای میاشت کې یو ځل بیا د تحریک طالبان پاکستان تر نامه لاندې سره یو شوې دي او تر اوسه یې پر امنیتي عسکرو د ډېرو بریدونه ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG