لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکرونا وایرس دنوؤ پېښو مخې ته له راوتلو ورسته بلوچستان کې ۱۱ښوونځي بیرته وتړل شو


بلوچستان کې دتعلمي ادارو دننه دکرونا وایرس د نوؤ پېښو مخې ته له راتلو وروسته په کوټه،چمن، ژوب ،ګوادر اؤ ډيره بګټي کې ۱۱ ښوونځي بیرته تړل شوي دي.

دبلوچستان دتعلیم محکمې دچارواکو له خولې داتوار په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي په کوټه کې څلورو ښوونځیو دننه د کرونا وایرس نوې پېښې ثبت شوي چې له هغې وروسته په دغو تعلیمي ادارو کې دسبقونو ښودنه ودرول شوې ده.

چارواکي وایي په ګوادر کې درې، ژوب،چمن اؤ ډیره بګټي کې یو،یو ښوونځی تړل شوی اؤ ددې ترڅنګ دبلوچستان پوهنتون اؤ دجینکو سردار بهادر خان پوهتنون کوټه کې هم پیل کېدونکي سبقونه ځنډول شوي دي.

د بلوچستان د حکومت ترجمان لیاقت شهواني مطبوعاتو ته لیږل شوي بیان کې وویل د کوټې ښار د انجونو په دریو سکولونو کې نهه او د ژوب د انجونو به یو سکول کې پنځه د کرونا کېسونه موندل شوي دي چې له امله یې حکومت د دغو سکولونو د بندولو فېصله کړې ده.

دتعلیم محکمې چارواکي وایي د بلوچستان په تعلیمي ادارو کې تر اوسه د ۹۵۰ؤ زده کوونکو اؤ استاذانو د کرونا وایرس ټیسټونه شوي چې په دې کې د۶۷ کسانو ټیسټونه مثبت راغلي اؤ د۴۸۰کسانو دټیسټونو نتیجې لا پاتې دي.

د کرونا وایرس د وباء خوریدو له امله پاکستان کې قابو اووه میاشتې ټولې تعلیمي ادارې تړلې پرتې وې خو په ۱۵م ستبمر یو ځل بیا حکومت تعلیمي ادارې پرانستي دي .

د تعلیمي ادارې د بیا پرانستو نه یوازې دوه ورځې وروسته په ۱۷م ستمبر هم په ګرد هیواد کې ۲۲ تعلیمي ادارې د کرونا نه د ژغورنې په سپارښتنو دعمل نه کولو له امله تړل شوې وې.

په دغو تعلیمي ادارو کې ۱۶په خیبر پښتونخوا،یوه په اسلام اباد اؤ پینځه دپاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې وې.

XS
SM
MD
LG