لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - په ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۳۱.۵ میلینه او د مړو شمېر له ۹۶۹۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

وروستۍ شمېرې ښيي،‌ چې په امریکا کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۰۴۵۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

همدارنګه د نهې یا سې شنبې تر سهار پورې په امریکا کې په کورونا باندې د اخته شویو کسانو شمېر له اوه میلینه ۴۶۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز یا سي ډي سي د معلوماتو له مخې، له څلورو څخه درې برخه مړینه له ۶۵ کلنۍ څخه په زړو خلکو کې شوې ده.

راپور وايي، په جنوب لویدیځو او منځني لویدیځو برخو کې د کورونا په شمېرو کې وروستی زیاتوالی د ښونځیو او کالجونو له بیا پرانېستل کېدو سره تړاو لري.‌

د اروپا په لویه وچه کې د کورونا د پېښو له بیا زیاتېدو سره هېوادونو نوي بندیزونه لګولي.‌

برتانیې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ۴۳۶۸ نویو پېښو راپور ورکړی او په دغه هېواد کې د کورونا د ټولو پېښو شمېر نېږدې څلورو لکو ته رسېدلی.

د برتانیې روغتیايي او ساینسي چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ په ملي تلویزیوني وینا کې وویل چې دغه هېواد غلط لوري ته روان دی او په غبرګون ښودلو کې سخت پړاو ته رسېدلې دی.‌

د برتانیې د روغتیا وزیر مات هنکاک د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، دغه هېواد ښايي د بندیزونو له نوي پړاو سره مخ شي کچېرې عام خلک نوې شپږ سپارښتنې چې د لومړي وزیر بورېس جانسن لخوا یې حکم وشو عملي نه کړي.‌

په دغې حکمنامه کې دا هم راغلي دي، چې په یو ځای کې دې له شپږو څخه زیات کسان نه راټولېږي.‌

په فرانسه کې چې په دې وروستیو اونېو کې یې پېښې زیاتې شوې دي د ټېسټونو نوي مرکزونه په پاریس کې پرانېستل شوي دي‌.

ایټالیا د ګل په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د کوېډ ۱۹ ټېسټ په هغو کسانو لازمي کړي چې له پاریس او د فرانسې له نورو برخو څخه ورځي.

د اسپانیې په پلازمېنه مېډرېد کې د ګل په ورځ له ښار څخه د خلکو په وتلو راوتلو باندې بندیز ولګول شو تر څو د وایرس د خپرېدو مخنیوی وکړي.

د کورونا وبا د نړۍ په کډوالو باندې هم اغیز لرلی دی.‌ د ناروې د کډوالو شورا د ګل په ورځ په یوې نوې خپرې شوې سروې کې ویلي، چې نېږدې ۸۰ فیصده خلک چې د جګړو له امله بې ځایه شوي دي د کورونا د پیل راهیسې خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکړي.‌

د ان ار سي لخوا په دغې سروې کې چې د افغانستان، کولمبیا، عراق او وینزوېلا په ګډون د ۱۴ هېوادونو له ۱۴۰۰ کسانو پکې پوښتنې شوي ۷۰ سلنه خلکو ویلي چې دوی اوس کافي خواړه نه لري‌ او ۷۳ فیصده خلکو ویلي، چې دوی د اقتصادي ستونزو له امله خپل ماشومان ښونځیو ته نشي لېږلی.

د کورونا د واکسین جوړولو سیالي:

د کورونا لپاره د یو خوندي او اغېزناک واکسین جوړولو په ډګر کې بیا ستونزه هغه وخت ښکاره شوه کله چې د برتانیې ټیلېګراف ورځپاڼې د یکشنبې یا اتوار په ورځ راپور ورکړ چې په امریکا کې ددغه واکسین د انساني ازمېښت وروستی پړاو د ممکنه جانبي عوارضو د اندېښنو له امله درول شوی دی.‌

د برتانیې د اکسفورډ پوهنتون او سترې درمل جوړونکې کمپنۍ اسټرازېنېکا لخوا په ګډه جوړ شوی واکسین په امریکا، برتانیه، برازیل، جنوبي‌ افریقا او د هند په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د ازمېښت په دریم پړاو کی دی.‌

ټیلېګراف دا هم وايي، چې ددغه واکسین ورکول دوه ځله په برتانیه کې هم و ځنډول شو کله چې په دوه رضاکاره اخیستونکو کې جانبي عوارض وموندل شول.

بل پلو د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي،‌ چې ۱۵۶ هېوادونه د دوی له هغه نړیوال پلان سره یوځای شوي چې هر ممکنه راتلونکی واکسین به په مناسبه توګه په ټولو خلکو یو ډول وېشل کېږي.

خو دا یې ویلي،‌ چې امریکا او چین په دغه پلان باندې لاسلیک نه دی کړی.‌

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG