لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وایي که صدارتي ټاکنې وبایلي جوبایډن ته به واک په سوله ییز ډول و نه سپاري


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې د امریکې د ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا یوه میاشت لس ورځې پاته دي ولسمشر ډانلډ ټرمپ دا خبره نه ده تایید کړې چې که راتلونکې صدارتي ټاکنې د ډیموکرېټ ګوند پر امیدوار جوبایډن وبایلي نو واک به په سوله ییز ډول هغه ته سپاري.

د شورو- چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبري غونډې په مهال د یو خبریال د پوښتنې په جواب کې ولسمشر ټرمپ د راتلونکو ټاکنو پر شفافیت او روڼوالي اوس لا شک څرګند کړی او ویلي یې دي:

"موږ به ګورو چې څه کېږي، زه له ډېره وخته د ووټونو د پاڼو په اړه په سختۍ سره شکایت کوم او ووټونه تباهي ده".

د امریکا اکثر ریاستونه د کرونا وایرس له کبله خپلو وګړو ته د ډاک له لارې د ووټ اچولو وړاندیز کوي، چې ډیموکرېټ ګوند یې هرکلی کړی دی خو ولسمشر ټرمپ بې له کوم ثبتونه پر دغو میلینونو ووټونو د درغلۍ شک کړی دی:

"موږ غواړو له ووټونو ځان خلاص کړو"، صدر ټرمپ پر مخ زیاته کړه او سپیناوی یې وکړ چې که داسې کېږي [ټاکنې بایلي] نو "واک به نه سپارل کېږي، ښکاره وایم، د واک همدا لړۍ به روانه وي".

د ډیموکرېټ ګوند په استازیتوب د ټرمپ سیال امیدوار جوبایډن د شورو- چارشنبې په ورځ په ډلاوېر ایالت کې د خپل کمپېن په مهال د ولسمشر ټرمپ پر دغو څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي:

"موږ په کوم هېواد کې یو؟ ماته پر دې خبره خندا راځي"، پخواني مرستیال ولسمشر وویل "ما وویل چې موږ په کوم هېواد کې یو؟ وګورئ، هغه ډېرې غیرمعقول خبرې کوي، زه نه شم ویلای چې سړی څه ووایي".

د امریکې په سېنټ کې د صدر ټرمپ د ریپبلکن ګوند یوه غړي هم د هغه پر دې څرګندونو نیوکه کړې ده. د یوټا ایالت استازي‌ سنېټر میټ رومني پر ټویټر لیکلي:

"د جمهوریت اصل دا دی چې واک په سوله ییز ډول وسپارل شي، له دې پرته به د بېلاروس کیسه ځنې جوړه وي، هر هغه وړاندیز چې صدر شاید دې آییني ضمانت ته احترام ونه لري نه یې تصور کېدای شي او نه د منلو وړ ده".

ښاغلی رومني په 2012م کال کې د ریپبلکن ګوند له خوا صدارتي ټاکنو ته ولاړ وو او په سېنټ کې یو له هغو ریپبلکنو دی چې کله نه کله د ټرمپ د بیانونو او کړنو مسئله را پورته کړي.

د امریکې په کانګرس کې د استخباراتو د کمېټۍ مشر ایډم شیف این بي سي ټیلیویژن ته د صدر ټرمپ د خبرو په اړه ویلي، "په دې کې بله خبره نه شته چې هغه [ټرمپ] څه ویلي همدا یې مقصد دی"، وایي همدا وخت دی چې د ټرمپ د انتظامیې کارکوونکي باید "استعفی ورکړي".

د امریکې د آییني حقونو یوې پخوانۍ ډلې هم د ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې ارزولې دي. د امریکن سېول لیبرټیز یونین د قانوني چارو مرکزي مشر ډېویډ کول وایي "د فعال جمهوریت لپاره د واک سوله ییز انتقال ضروري دی، د امریکې د صدر دې بیان باید هر امریکایي په تکلیف کړی وي".

د شورو- چارشنبې په ورځ صدر ټرمپ وویل، دی فکر کوي چې د نومبر د انتخاباتو پرېکړه به په سپریم کورټ کې کېږي.

ټرمپ په داسې وخت کې دا خبره کړې چې د راتلونکي اتوار- یکشنبې په ورځ به د مړې شوې قاضي روت بېډر ګینزبرګ پر ځای سپریم کورټ ته بل قاضي ور نوموي چې که سېنټ یې تر ټاکنو مخکې تایید کړي‌ نو د امریکې په ستر عدالت کې به د ریپبلکن ګوند قاضیان په اکثریت کې شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG