لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځي افسر وژنې د سيمې خلک اندېښمن کړی


د پاکستان پوځ ويلي په جنوبي وزيرستان کې د پوځ يو افسر (کپټن) عبدالله ظفر د ترهګرو په بريد کې وژل شوی دی، ځايي خلک وايي په علاقه کې دغه ډول پېښو دوی اندېښمن کړي او په امنيت يې پوښتنې راولاړې کړي دي.

د دې خبر د خپرېدو پورې د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

پوځ ويلي عبدالله ظفر د جنوبي وزيرستان په شکۍ علاقه کې هغه وخت په نخښه شوی چې د شپې په مهال په ګشت/ ګزمه مامور ؤ.

ويل شوي هغه د پوځ د پارټۍ مشري کوله چې ترهګرو پرې بريد کړی او هغه پکې وژل شوی دی، پوځ ویلي د پېښې وروسته يې علاقه په ګېره کې اخستې ده.

د عبدالله ظفر تعلق د کوهاټ د لاچۍ علاقې سره ؤ.

ياده پېښه چې د جنوبي وزيرستان په تیارزه تحصيل کې شوې د علاقې يو اوسېدونکی فدا مسيد وايي په علاقه کې دغه ډول پېښو دوی اندېښمن کړي او په امنيت يې پوښتنې راولاړې کړي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د 15 کالو راهسې په علاقه کې بدامني روانه ده، پوځي عملیات وشو، په زرګونو خلک کډوال شو، بيا په علاقه کې د امنيت دعوې وشوې خلک بيرته ستانه کړی شوی خو بدامني بيا هم ده.

هغه دعوه وکړه چې د بدامنۍ له امله د تيارزه د ځینو علاقو څخه خلکو کډې هم کړي دي.

خو د جنوبي وزيرستان د پولیس مشر (ډي پي او) شوکت علي وايي مني چې په علاقه کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي او د هغې يو علت دا دی چې دا علاقه د افغانستان سره په پوله پرته ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د علاقې نه ډېر خلک د يخ/ سوړ موسم له امله هم کډې کوي او دوی هڅه کوي چې په علاقه کې امن ټينګ کړي.

د روانې میاشتې په سر کې هم د جنوبي وزیرستان په شکتويې علاقه کې د پوځ په ګاډي يوه چاؤدنه کې د يو افسر په ګډون درې سرتیري وژل شوي وو.

د يادې پېښې وروسته په علاقه کې کرفيو په ځای کړی شوی د څو کسانو د نيول شوي او ځايي خلکو بيا د کرفیو او خلکو د نيولو پرضد احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.

د پاکستان پوځ په کال 2009م کې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي چې له امله يې نزدې 72 زره کورنۍ کډه شوې هم وې.

پوځ او حکومت په علاقه کې د امنيت په ځای کولو دعوې کړې او د سيمې نه کډوال شوي خلک يې بيرته بيا ستانه کړي خو په علاقه کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ او ماين چاؤدنو پېښې رامنځته کیږي.

XS
SM
MD
LG