لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان په يو بل شک کولو ته د څيړونکو نظر


د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان سولې په مذاکراتو کې د پاکستان هڅې ستایلي، خو ورسره یې ويلي دي اوس به دواړو هېوادونو ته په يو بل شک کول پرېښودل وي.

نوموړي د اسلام اباد په سفر کې پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ د سټريټيجکي مطالعاتو په مرکز کې يوې غونډې ته په وېنا کې دغه خبره کړې ده.

په پاکستان کې څيړونکي وايي د دواړو هېوادونو په يو بل شک کول پرېښوده د افغانستان د سولې سره تړلي دي.

څيړونکی رحيم الله يوسفزی وايي د عبدالله عبدالله د پاکستان سفر ډېر مهم دی ځکه چې يو خو هغه 12 کاله وروسته د پاکستان سفر کړی دی، او بل دا چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځني خبرې روانې دي او پاکستان چې په دغو خبرو کې څه نه څه رول لري نو هغه به خواهش لري چې پاکستان په دغه لړ کې نور کار وکړي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې رحيم الله يوسفزي وويل (عبدالله عبدالله چې ويلي دواړو هېوادونو [افغانستان او پاکستان] ته به په يو بل شک کول پرېښودل وي)، "شک خو اوس هم شته او نه ده مالومه چې دا شکونه به کله لرې شي افغانستان دا شک کوي چې پاکستان د هغو ډلو حمايت کوي او غواړي چې د خپلې خوښې يو حکومت په افغانستان کې راولي او پاکستان د دې خبرې نه انکار کوي او وايي چې يو باثباته او سوله ييز افغانستان غواړي".

نوموړي وويل پاکستان بيا دا شک کوي چې د پاکستان ضد اورپکو ته په افغانستان کې پناه ورکړی شوې ده، او پاکستان د ملګرو ملتونو حواله ورکوي چې په افغانستان کې د پاکستان ضد د شپږنيمو زرو پورې پاکستاني اورپکي په افغانستان کې موجود دي.

رحيم الله يوسفزی وايي نور هم ډېر اختلافات موجود دي لکه د ډېورنډ کرښه او ورسره نورې، خو "که چرته په افغانستان کې د امن مذاکرات کامیابيږي او پاکستان پکې زياته مرسته وکړي نو بيا به په افغانستان کې د پاکستان يو ښه مخ ښکاره شي او دا ډېره ضروري خبره ده".

د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې مشر [اېسوسي اېټ پروفېسر]عبدالشکور وايي، د افغانستان د سولې د خبرو د روانې پروسې په وخت د عبدالله عبدالله د پاکستان سفر مهم دی ځکه چې پاکستان وايي په دغه پروسه کې رول لوبوي خو دې ته به کتل وي چې پاکستان څومره په خپل دريځ کې سنجيده دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د هغه په نظر "زما خيال نه دی د افغانستان په اړه د پاکستان په نظر کې ډېر بدلون راغلی دی ځکه چې د پاکستان سياسي حکومت او مشرتابه د هغوی په دغه لړ کې ډېر کم کردار وي د پاليسۍ جوړولو ترحده پورې، او ترڅو پورې چې د پاکستان د سيکيورټي اسټبلشمنټ کوم سوچ دی او د دې علاقې په اړه کوم نظر لري په ځانګړي د افغانستان باره کې، په هغې کې بدلون ته ضرورت دی".

هغه وويل څو پورې چې د افغانستان دپاره د پاکستان د سيکيورټي اسټبلشمنټ په سوچ کې يو غټ بدلون نه وي راغلی د هغه په خیال نه ښکاري چې د افغانستان مسله معني خيز حل ته ورسي.

رحيم الله يوسفزی وايي عبدالله عبدالله چې د افغانستان د روغې جوړې د عالي شورا مشري لري، هغه به د سولې د خبرو کاميابېدو په خبره ځکه ډېر زور راوړي که چرته دغه خبرې کاميابيږي دا به په افغانستان کې د هغه سياسي نوم نور ښکاره کړي او هغه ته به سياسي ګټه ورسوي.

د سټريټيجکي مطالعاتو په مرکز کې غونډې ته په وېنا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وویل، په بین الافغاني خبرو کې چې هر ډول پرېکړه افغانان وکړي پاکستان ته به د منلو وړ وي.

نوموړي وویل د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل اسان کار نه وو او اوس چې خبرې پیل شوې دي دا بې د سیمې د هېوادونو له همکارۍ پر مخ نه شي تلای:

"موږ امن او ارامۍ ته اړتیا لرو او زمونږ [د پاکستان او افغانستان] امن او ارامي سره تړلي دي. زه واضح بیغام ورکول غواړم چې موږ هیڅ خوښې نه لرو او نه غواړو چې ستاسې په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړو، موږ ستاسې د حاکمیت، ازادۍ او مځکني تمامیت درناوی کوو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG