د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، "که هغه وزيراعظم وی او د ايي اېس ايي [استخباراتي ادارې] مشر ترې استعفا غوښتی وی نو د ادارې دغه مشر به یې لرې کړی وی او که د پوځ مشر بې د هغه د پوښتنې په کارګل بريد کولی نو معزول کړی به یې وی".
عمران خان دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د شورو/چهارشنبې په ورځ د خپل ګوند د مرکزي کمېټۍ غونډې ته د ویډېو لینک له لارې په وېنا کې پخواني وزيراعظم نواز شریف ويلي ؤ،
"چې په 2014م کال کې د تحریک انصاف ګوند او پاکستان عوامي تحریک له خوا په اسلام اباد کې د 126 ورځو اوږده احتجاجي پرلت په مهال د هغه وخت د ایي اېس ایي مشر لیفټیننټ جنرل ظهیرالاسلام ده ته پیغام ور لېږلی ؤ، چې له وزیراعظمۍ استعفی ورکړي ګنې په ملک کې به مارشلا ولګي".
هغه وويل "ما ورته وویل چې څه کېږي و دې شي، ته چې څه کوې هغه وکړه خو زه په دې ډول حکومت نه پرېږدم استعفی نه ورکوم".
عمران خان د سما ټي وي سره په پروګرام کې په نواز شريف ټکونه کړي چې پخوانی وزيراعظم بهر ناست دی او د ادارو پرضد کمپاين چلوي او هغه پرې تور لګولی چې د نواز شريف په شا هند ولاړ دی.
هغه ويلي د پاکستان پوځ د حکومت په شا ولاړ دی.
عمران خان وايي په پرچۍ وزیراعظم نه دی جوړ شوی چې مخالفه ګوندونه څه کوي ودې کړي د دوی هدف فشار اچول دي چې اېن ار او ترلاسه کړي، خو هغه ویلي دي که چرته ده ته وويل شي چې واک ساتل غواړې که اېن ار او، نو هغه به واک پرېږدي خو اېن ار او به ور نه کړي.
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو د پاکستان ډېمو کرېټک مومنټ [پي ډي اېم] په نوم د حکومت پرضد تحریک پېل کړی او اعلان يې کړی د تحریک لومړۍ جلسه په کوټه کې په 11م اکتوبر کوي.
پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شو، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.
د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.
خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وايي سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.
عمران خان ويلي د نواز شريف بيرته راوستلو دپاره پلان جوړ کړی شوی دی.