د پاکستان پوځ ویلي د شمالي وزيرستان په بويه تحصيل کې يې عمليات کړي دوه ترهګر يې وژلي چې پکې يو د بمونو جوړولو ماهر ؤ، پوځ دعوه کړې په عملياتو کې يې يو ترهګر نيولی هم دی.
د امنيتي سرچينو ترمخه په عملياتو کې د يو پوځي افسر په ګډون درې سرتيري ژوبل شوي هم دي.
پوځ ويلي دغه عملیات يې د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس کړي دي، ويل شوي دغه ترهګر د عامو ځايي خلکو په وژنه، قلنګ اخستو او په امنيتي سرتېرو د 25 نه په زياتو بريدونو کې ککړ ؤ.
د سيمې نه يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډیوه ته ويلي، دوی ته د پينځه ترهګرو خبر ؤ، او د هغو پرضد تېر د جمعې په ماښام امنيتي سرتيرو عمليات کړي دي.
د چارواکي په خبره په عملياتو کې دوه ترهګر انور ماما عرف ملنګ چې تعلق يې د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې سره دی او بل شمروز خان عرف مېداني چې تعلق يې د بسم الله ډلې سره دی وژل شوي دي.
چارواکي وويل په عملياتو کې يو ترهګر نيول شوی او دوه نور په تېښته کې کامياب شوي دي.
هغه زياته کړه د تښتېدلو ترهګرو پرضد د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.
په شمالي وزيرستان کې دغه تازه عمليات په داسې حال کې شوي چې په علاقه کې په وروستيو کې په امنيتي سرتيرو د بریدونو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې هم شوي دي.
پرون د جمعې په ورځ په میرعلي سب ډويژن کې يو تن نامالومو کسانو په هدف کړی ؤ.
په 20 ستمبر د پاکستان پوځ ویلي ؤ په ميران شاه کې د وسله والو او امنيتي سرتيرو ترمنځ نښته شوې او دوه عسکر پکې وژل شوي وو.