لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني طالبانو ته وویل په تاوتریخوالي هدف ته نه شي رسېدای


واشنګټن ــــ د افغانستان ولسمشر اشرف غني په خپل هېواد کې د ناامنۍ وروستیو پېښو ته په اشارې طالبانو ته ویلي، چې په تاوتریخوالي خپل هدف نه شي تر لاسه کولای او وایي که تاوتریخوالی روان وساتي نو سبا به پخپله خاوره کې څنګه ژوند کوي.

اشرف غني د شنبې- خالي په ورځ له خپل حکومتي پلاوي سره د افغانستان جنوب ختیځ ولایت پکتیکا ته تللی وو او هلته یې د چارواکو او ولسي خلکو یوې لویې غونډې ته په وینا کې پر طالبانو یو ځل بیا له تشدده د لاس اخیستو ږغ وکړ:

"د طالبانو اولادونو ته د زده کړو او جنګیالیو او مشرانو ته یې باعزته ژوند برابرول د دولت مسوولیت دی. موږ په منفي قدرت منلي یاست، خو تاسو راشئ ځانونه په مثبت قدرت بدل کړئ چې د هیواد په راتلونکي وغږېږو، سوله او پرمختګ راوړو".

ولسمشر غني دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې نن د ننګرهار ولایت د شینوارو د ولسوالۍ په مرکز غني خېلو کې د ولسوالۍ د دفتر مخته د موټر په وسیله بمي چاودنه شوې،‌ چې په نتیجه کې یې 15 تنه وژل شوي او شاوخوا څلوېښت کسان پکې ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي په برید کې د دوو ماشومانو په ګډون اکثر عام خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې ذمه واري یې لا تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې خو افغان حکومت طالبان او نورې ترهګرې ډلې دواړه د دې برید په تر سره کولو تورنې کړې دي.

د افغان حکومت له صدارتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني د ننګرهار برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي‌ چې پر عامو خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو او ماشومانو بریدونه د اسلام خلاف او بشر ضد جرم دی. په خبرپاڼه کې د صدر غني‌ له خولې ویل شوي:

"طالبانو د ا مریکا متحدو ایالتونو سره د سولې موافقتنامه لاسلیک کړه، خو بدبختانه خپلې ژمنې یې عملي نه کړې او یواځې یې پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه ودرول. طالبانو او نورو تروریستي ډلو د لاس په یو کولو سره خپلو تروریستي فعالیتونو ته دوام ورکړی".

طالبانو د ننګرهار د تازه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په افغانستان کې د تشدد د زیاتوالي پړه پر افغان ځواکونو ور اچوي او وایي چې هغوی پر دوی بریدونه کوي او دوی یواځې دفاعي بریدونه کوي خو په ښارونو کې یې د پخوا غوندې لویې حملې نه دي کړې.

په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې له تېرو یوې اوونې راهیسې د ځینو اختلافاتو له کبله په غیررسمي توګه ځنډېدلې دي. ولسمشر اشرف غني د پکتیکا ولایت په غونډه کې له طالبانو سره روانو مذاکراتو ته په اشارې وویل:

"بریالیتوب ته د مذاکراتو تر رسېدو پورې حوصله پکار ده. په پردي کور کې یرغمل یاست، راشئ د هېواد په راتلونکي وغږېږو، په شعارونو ولس نه تېروځي، طرحې او عملي کار غواړي او اسلام زموږ په وینه او هډوکو کې دی".

په بین الافغاني خبرو کې د خنډ او ځنډ د لرې کولو لپاره د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوې ورځې وړاندې قطر ته تللی وو او هلته یې د طالبانو له مشرانو سره لیدلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند محمد نعیم په وینا په خبرو کې "په دې باندې تاکید شوی چې دواړه اړخونه باید د امریکې او طالبانو تر منځ شوي تړون ته التزام [ژمنتیا] ولري او د هغه د لا ښه عملي کېدو لپاره ګامونه واخلي".

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG