لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي "په ښه کېدو دی"


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او مېرمن ميلانيا ټرمپ، دواړه چې په کرونا وايرس اخته شوي، ټرمپ د روغتون نه په خپره کړې ويډيو کې ويلي، "په ښه کېدو دی" او هيله يې څرګنده کړې چې زر به بيرته ستون شي.

د جمعې په ورځ نوموړي په خپله ويلي ؤ هغه او مېرمن ميلانيا ټرمپ دواړه په کرونا اخته شوي دي.

صدر ټرمپ له دغې وروسته د والټر ریډ پوځي روغتون ته منتقل شوی او د روغتون نه يې څلور دقيقي/ منټه ويډيو خپره کړې ده.

نوموړی وايي چې کله روغتون ته منتقل کېدو "ښه نه ؤ" خو وايي "اوس په ښه کېدو دی" دی او هيله يې څرګنده کړې زر به بيرته ستون شي.

صدر ټرمپ ویلي مېرمن ميلانيا ټرمپ يې هم ښه محسوسوي.

هغه د ډاکټرانو او نرسانو مننه کړې چې د هغه درملنه کوي او د نړۍ د مشرانو مننه يې کړې چې د هغه د صحت پوښتنه يې کړې ده او نيکې پيرزونې يې ورته وړاندې کړي دي.

د جمعې په ورځ سپينې ماڼۍ د صدر ټرمپ او د هغه د مېرمن ميلانيا ټرمپ د کرونا معاينې د مثبت راتلو ویلي ؤ.

او ټرمپ بيا د جمعې په ورځ د هيلي کاپټر د لارې پوځي روغتون ته منتقل کړی شوی ؤ، ويل شوي هغه صدارتي چارې د روغتون څخه سمبالوي.

د امريکا د صدر په کرونا وایرس د اخته کېدو د خبر سره سم د نړۍ د ونډو بازارونه هم ټيټ شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG