لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې خبرو کې مهم پړاؤ،اشرف غني هم قطر ته لاړو


دوحه کې دسولې د روانو خبرو په جریان کې په وړومبي ځل دافغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غني هم دیو پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر قطر ته روان شوی.

ټاکل شوې ولسمشر غني به پخپل دې سفر کې دقطر دامیر اؤ نور چارواکو ترڅنګ دافغان دولت مرکچي پلاوي،افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ د ناټو ځواکونو دعمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره لیدنې اؤ‌ په افغان سوله له نزدې مهمې خبرې اؤ پرېکړې وکړي.

څېړونکي دوحه کې د۱۲م ستمبر څخه دسولې د روانو خبرو په درشل کې قطر ته د ولسمشر اشرف غني تګ خورا مهم بولي اؤ وایي چې د سولې خبرو کې په وړاندې د پرتو جنجالونو هواري دپاره به اشرف غني دقطر دامیر اؤ نورو هیوادونو مشران دې ته وهڅوي چې طالبان خپل دریځ کې نرمښت ته اړ کړي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند ښاغلي صدیق صدیقي ویلي ښاغلی غني به دخپل سفر په دوهمه ورځ د قطر د امیر شیخ تمیم حمد بن ال ثاني سره یو په یو اؤ بیا دهئیتونو په کچه ناستې هم ولري اؤ ددې ترڅنګ به به کویت کې ددغه هیواد دپخواني امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح فاتحه هم وکړي.

پخپله امریکایي یا دقطر چارواکو اؤ طالبانو لا دوحې ته د ولسمشر اشرف غني ددې سفر په هکله څه نه دي ویلي.

په افغان چارو ژور نظر لرونکي اسلام اباد کې میشت پښتون خبریال ښاغلی طاهر خان وایي قطر ته د اشرف غني سفر ځکه زیات مهم دی چې په قطر کې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دسولې روانو خبرو کې مشکلات وجود لري.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان وویل قطر کې د سولې خبرې دستمبر۱۲مې څخه پیل شوي خو تر اوسه لا په اصولو اتقاق نه دی شوی اؤ نه هم دخبرو په څرنګوالي دواړه خواوې متفق دي.

هغه وویل طالبان ټینګار کوي چې امریکا سره دهغوئ کوم تړون شوی،معامله باید دهغې پراساس پر وړاندې لاړه شي خو دافغانستان حکومت بیا د لویې جرګې د پرېکړو خبره کوي.

دهغه په وینا اختلافات شته ،په قطر کې دسولې خبرې روانې دي اؤ افغانستان کې جګړې په زور کې دي نو په دې سفر کې به دافغان ولسمشر دا هڅه وي چې څنګه باید دا مشکل حل شي؟

“دقطر یو اثر پر طالبانو شته ، اؤ زما دا نظر دی چې دا قطر دا اثر کیدای شي دځېنو نورو هیوادونو څخه ډیر زیات وي،نو احتمال شته چې دافغانستان ولسمشر دقطر حکومت نه همکاري وغواړي اؤ هغوئ دېته وهڅوي چې خپل دریځ کې یو څه نرمښت راولي”

ښاغلی طاهر خان وایي یوازې اشرف غني قطر ته نه دی تللی بلکې دپاکستان د دولتي سرچینو نه ورته پخلی شوی چې یا خو به زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد ته راشي اؤ یا به دافغانستان دپاره دپاکستان ځانګړی استازی محمد صادق قطر ته لاړ شي.

هغه وایي” دافغانستان دپاره دجرمني ځانګړی استازی هم دیکشنبې په ورځ په قطر کې ؤ اؤ طالبانو سره یې غونډه کړې ده اؤ ددې ترڅنګ نور هیوادونه هم هڅې کوي چې دبین الافغاني مذاکراتو په مخکې پراته خنډان له مینځه یوسي”

خبریال طاهر خان وایي دبین الافغاني خبرو د اوږیدو له امله اندېښنې راپورته شوي دي ځکه چې طالبان اوربند ته هم غاړه نه ږدي اؤ جګړه هم روانه ده اؤ امریکایانو سره وخت کم دی.

“چې کله معاهده شوې ده نو ۱۴ؤ میاشتو کې خو دادی شپږ میاشتې تیرې شوې نو امریکایان هسې هم وایي چې داکوم دویم پړاؤ د۱۴م جولایي نه روان دی دابه مشروط وي اؤ مشروط معنا دا چې تشدد کم شي،داوربند اعلان وشي اؤ بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ وي”

طاهر خان وایي هغه ګمان نه کوي چې امریکایان به په داسې حال کې افغانستان پریږدي چې مهمې معاملې هوارې شوې نه وي ځکه چې که دغسې وکړي بیا به ورته خلک ګوته نیسي چې په بېړه کې یې افغانستان همداسې پریښودو اؤ دکورنیو جګړو د راپورته کیدو ویره به هم وي.

طاهر خان وایي په داسې حال کې چې مذاکرات دمشکلاتو ښکار دي داشرف غني قطر ته ورتګ ډیر مهم دی ځکه چې دی به دخپل مرکچي پلاوي اؤ نورو مشرانو سره مخ په مخ خبرې وکړي اؤ دمشکلاتو دحل په څرنګوالي به دپرېکړې احتمال پیدا ش

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG