لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لغمان:د والي دموټرو په کاروان چاودنه کې اته کسان وژل شوي،۲۸ژوبل


دافغانستان دلغمان ولایت د والي په کاروان یوه درنه موټري بمي چاودنه شوې چې دچارواکو په وینا اته کسان پکې وژل شوي اؤ ۲۸نور ژوبل شوي خو پخپله والي رحمت الله یارمل له دې برید څخه روغ وتلی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي رسنیو ته ویلي دا چاودنه د دوشنبې په سهار دسلطان غازي په سیمه کې هغه مهال د والي د موټرو په کاروان شوې ده چې والي یارمل د ولایت دمیلمستون څخه دیوې سیمې لیدنې ته روان ؤ.

هغه منلې چې پېښه کې اته کسان وژل شوي اؤ ۲۸ژوبل شوي اؤ وایي په وژل شوؤ کې څلور ملکي وګړي هم شامل دي.

امریکا غږ اشنا د لغمان د روغتیا د رئیس ډاکټرصمدعلي له خولې ویلي چې د ولایت ستر روغتون ته د اووه کسانو مړي اؤ ۲۸ ټپیان راوړل شوي دي.

هغه ویلي چې دځېنو ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی نو له دې امله دمړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه شته.

په سمدستي ډول ددې برید مسولیت لا چا پغاړه نه دی اخستی خو تر دې وړاندې په دولتي چارواکو اؤ امنیتي ځواکونو د شوؤ زیاترو بریدونو پړه طالبانو پغاړه اخستې ده.

په دې وروستیو کې دافغانستان دننه په داسې حال کې په بریدونو اؤ بمي چاودنو کې اضافه لیدل شوې چې د ۱۲ستمبر څخه په قطر کې طالبان اؤ د افغان دولت استازي دسولې بین الافغاني خبرو ته ناست دي .

افغان دولت په طالبانو د اوربند ټینګار کوي خو طالبانو لا د اوربند اعلان نه دی کړی اؤ وایي وړومبی به د اوربند دپاره لاره هوارول وي بیا به هغوئ په اوربند خبره کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG