واشنګټن – د ۲۰۲۰ کال د نوبل جایزه په فیزیالوجۍ او طب کې د امریکا ساینس پوهانو هاروي الټر، چارلېس رایز او د برتانیې مایکل هفمن ته د هیپټایټېس سي وایرس د پېژندنې په برخه کې ورکړل شوه.
درې واړو ساینس پوهانو د وینې له لیارې د خپرېدونکي هېپټایټېس سره د جګړې په برخه کې چې د نړۍ د روغتیايي سیستم له غټو ستونزو څخه وه ستره مرسته وکړه.
د نومبل کمېټۍ په یو بیان کې ویلي، چې هیپټایېټېس سي په ګرده نړۍ کې په انسان کې د ځیګړ د سرطان (کېنسر) په ګډون یو شمېر ناروغۍ له رامنځ ته کوي.
دغو نویو موندنو د هېپټاټېس سي وایرس د درملنې په برخه کې هم مرسته وکړه.
د نومبل بیان وړاندې لیکي: "د هېپټایټېس سي وایرس موندنه د دوامداره یا کرانیک هېپټاټېس د پاتې اسبابو له ښکاره کولو سره مرسته وکړه."
تر دې مخکې، د هېپټاټېس اې او بي وایرسونو له پېژندلو او د هغوی د وینې له معاینانو او نویو درملو سره په نړۍ کې د میلیونونو کسانو ژوند ژغورل شوی دی.
هاروي الټر په ۱۹۳۵ کال کې په نیویارک کې زېږېدلی او له روچېسټر مېډېکل سکول څخه یې د طب ډیګري ترلاسه کړې ده.
وروسته یې بیا د امریکا د روغتیا په ملي انسټېټیوټ کې د اوږدې مودې لپاره د مشر پلټونکي په توګه کار کړی.
مایکل هفمن په ۱۹۵۰ کال کې په برتانیه کې زېږېدلی. ده د لندن له کینګ کالج څخه په وایرولوجي کې ډاکټري اخیستې. هفمن دا مهال د البرټا په پوهنتون کې د وایرولوجي په برخه کې د کاناډا د څېړنو د مرکز مشري کوي.
چارلېس رایز چې په ۱۹۵۲ کال کې د امریکا په کالفورنیا کې زېږېدلی د کالېفورنیا انسټیټیوټ اف ټکنالوجۍ څخه یې په ۱۹۸۱ کال کې ډاکټري اخېستې ده.
ده په واشنګټن پوهنتون کې د څېړونکي او پروفیسور په توګه کار کړی او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۸ کاله پورې یې په نیویارک کې له راکفېلر پوهنتون سره کار کړی. دی د هېپټاټیس سي د څېړنو د مرکز مشر او ساینس پوه وو چې اوس هم هلته کار کوي.
په طبابت کې د نومبل سږنۍ جایزه له ۱۹۰۱ کال راهیسې په دې برخه کې ۱۱۱ مه ده.
هر یو له دغو ساینس پوهانو څخه به ۱.۱ میلینه ډالره نقد یا کش ترلاسه کړي.
تمه ده د فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په برخه کې به د نوبل جایزې په روانه اونۍ کې اعلان شي او د اقتصادي ساینس جایزه به د راتلونکې ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان شي.