لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: طالبان دې افغانانو ته دې غوږ کېږدي او د ټوپک په ژبه دې نه ورسره غږېږي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني يو وارې بيا په طالبانو غږ کړی چې "چې افغانان او افغانیت دې ومني، افغانانو ته دې غوږ کېږدي او د ټوپک په ژبه دې نه ورسره غږېږي".

د ارګ ترمخه اشرف غني په قطر کې د مېشتو افغانانو سره کتلي او د هغوي غوښتنې او وړانديزونه يې اورېدلي دي.

هغه ويلي، "سوله راتلونکې ده او د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی په ډېر قوت، زغم او پراخ نظر دغه مذاکرات پرمخ بیایي".

افغان ولسمشر زیاته کړې "هيڅ افغان ترهګر نه دی او د افغانانو لوړ نوم به بيا په ټوله نړۍ کې لا وځليږي".

اشرف غني په داسې وخت کې د قطر سفر کړی چې په 12م ستمبر د افغان حکومتي استازو او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې پېل شوي خو په دغو خبرو کې تراوسه د کاري اصولو په طرز العمل اتفاق نه دی شوی.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم ویلي دغه خبر حقيقت نه لري چې په رسنيو خپور شوی او پکې ويل شوي چې د بېن الافغاني مذاکراتي ټيمونو ترمنځ په طرزالعملونو اتفاق شوی دی.

اشرف غني د قطر په سفر کې د افغانستان د سولې دپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او لوړ پوړو پوځي چارواکو سره هم ليدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG