لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هايکورټ د مذهب د سپکاوي په تور بنديوان تن شپږ کاله وروسته بري کړی


د لاهور هايکورټ هغه مسيحي تن ساون مسيح بري کړی چې په کال 2013م کې پرې د مذهب د سپکاوي تور لګول او د دغه تور سره بيا د لاهور د عيسايانو په جوزف کالونۍ پارېدلو خلکو حمله کړې او د 100 پورې کورونه یې هم سوځولي وو.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه د لاهور هايکورټ د دوه ججانو ډلې جسټس اسجد جاوېد او جسټس سيد شهبازعلي د ګل/ دوشنبې په ورځ د ساون مسيح د بري کېدو فېصله اورولې ده.

په ساون مسيح د کال 2013م د مارچ په مياشت کې د رسالت د سپکاوي تور لګول شوی چې هغه د پېغمبر اسلام په شان کې ناوړه جملې کارولې ويلې وې. او د هغې وروستو پوليسو ساون مسيح نيولی ؤ.

په ساون مسيح باندې د تور پورې کولو سره په سلګونو کسانو لاهور کې د عيسايانو په جوزف کالونۍ حمله کړې وه او د عيسايانو د 100 پورې کورونه يي سوزولي او دوه ګرجو ته يې زيان هم رسولی ؤ .

بيا په مارچ 2014م کې د لاهور اډېشنل اېنډ سيشن جج ساون مسيح ته د مرګ سزا اورولې وه او د دغه فېصلې پرضد د ساون مسيح وکیل لاهور هايکورټ ته اپيل کړی ؤ.

د جوزف کالونۍ سوځولو په تور کې د 40 پورې کسانو پرضد د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج شوې خو دغه کسان هم بيا عدالت بري کړي وو.

تېره میاشت د پاکستان د بشري حقونو تنظیم او پیپلز ګوند په هېواد کې په وروستیو کې د مذهب د سپکاوي په ضد د هغو مقدمو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې چې د بېلابېلو خلکو او مذهبي اقلیتونو خصوصاً شیعه ګانو په ضد درج شوې او وایي دا به تشدد ته لاره هواره کړي.

د اګست په میاشت کې د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل وایي په پاکستان کې پر خلکو د مذهب د سپکاوي تورونه تر خطرناک حده زیات شوي دي چې وایي د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی او غوښتنه کوي چې د مذهب د سپکاوي قانون باید منسوخ کړل شي.

ایمنیسټي انټرنېشنل د اګست په 25مه پخپل بیان کې ویلي، "د مذهب د سپکاوي دغه پراخ، مبهم او جبري قانون د مذهبي ازادۍ،‌ عقیدې او د اظهار د ازادۍ له حقونو سره په ټکر کې دی".

ایمنیسټي پخپل بیان کې ویلي "دا قانون د ماشومانو، ذهني معذوره، مذهبي اقلیتونو، غریبانو او د ټولنې د کمزورو خلکو په ضد کارول شوی دی".

پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ د اسلامي نظرياتي کونسل د سيوري لاندې د علماؤ په غونډه کې ويل شوي چې څوک به د پېغبراسلام او نورو نبيانو، امهات المومنين، اهل بېت، خلفا راشدين او صحابه کرامو سپکاوی نه کوي او نه به څوک تن يا ډله قانون په لاس کې اخلي او نه به د توهين رسالت د مقدمې د تفتيش يا استغاثې په وړاندې خنډ جوړيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG