لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مذاکراتو کې په ځان ځانیو تکرار به افغانستان په دوهمې سوریې بدل کړي،زلمی خلیلزاد


افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي دوحه کې دسولې د روانو خبرو په مهال دځان ځانیو تکرار به یوه ستره تیروتنه وي اؤ افغانستان به په دوهمې سوریې بدل کړي.

خلیلزاد چې دا مهال دافغانانو ترمنځ دخپل منځي خبرو په جریان کې په قطر کې موجود دی د افغانستان طلوع ټي وي ته یې ویلي چې امریکا هڅه کوي طالبان اؤ دافغانستان څخه ورغلی مرکچي پلاوی سولې ته اماده کړي تر څو تاؤ تریخوالی راټيټ شي ، اوربند اؤ بیا یوه سیاسي هوکړه وشي.

په قطر کې خواوشا د درېوؤ اوونیو راهسې طالبان اؤ دافغانستان دحکومت لخوا ټاکل شوی مرکچي پلاوی دبین الافغاني خبرو اترو دپیل دپاره په ایجنډه اؤ اصولو ټاکلو بوخت دي خو خبري شبکه ای ایف پي وایي چې تر اوسه دواړه خواوې داوربند اؤ افغانستان کې د راتلونکي حکومت په څرنګوالي دجنجالونو سره مخ دي .

زلمی خلیلزاد وایي د دوحې ناسته کې پرمختګونه شوي دي اؤ واشنګټن هڅه کوي چې دواړه خواوې په یوه لنډه موده کې په یو سیاسي تړون اتفاق ته ورسیږي.

روئټر خبري اژانس پخپل یو راپور کې ویلي چې دبین الافغاني خبرو اترو دپیل دپاره تګلاره باندې دواړه خواوې صلاح شوي دي اؤ ۱۹ داسې اصول یې ټاکلي چې دهغې په اساس به بین الافغاني خبرې پیلولی شي اؤ دواړه خواوې به مذاکراتو کې په دغو اصولو عمل کوي.

زلمی خلیلزاد اؤ نړیوال مطبوعات د قطر خبرو کې د پرمختګونو دا دعوه په داسې حال کې کوي چې افغانستان کې د تشدد لړۍ نوره هم غځېدلې ده اؤ اوړمه ورځ په لغمان کې د والي د موټرو په کاروان یو ځانمرګي برید کې اته کسان وژل شوي اؤ شا وخوا ۳۰ نور ژوبل شوي وؤ.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم په ننګرهار کې یوه چاودنه کې تر پنځوسو زیات کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.

امریکایي استازی هم د تشدد دکچې په سیوا کیدو اندېښمن دی اؤ وایي تاؤتریخوالی زیات دی ، زیات افغانان وژل کیږي باید دا تاؤ تریخوالی راکم کړل شي اؤ ځائ یې سوله ونیسي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دافغانستان ولسمشر اشرف غني دوحه کې یوې دستورې ته پخپله وینا کې په طالبانو غږ کړی ؤ چې دافغان شخړې هواری باید دټوپک پځائ دسیاست دلارې ولټوي.

هغه د قطر مذاکراتو ته ښې هېلې ښودلې وې اؤ ویلي یې وؤ چې دشلو کالو جګړه په شلو ورځو کې نه شي ختمیدای

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG