واشنګټن ــــ د پاکستان ملتپالو ګوندونو د اسلامي نظریاتي کونسل په اعلاميه کې د 'لساني او علاقايي' تحريکونو پر ضد نکتې او د مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم د نوي ټاکل شوي استازي مولانا طاهر اشرفي لخوا لانجمنې ويناسره اختلاف کړی او هغه یې په دې هېواد کې د ملتپال سیاست خلاف ګڼلې ده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر سنېټر عثمان خان کاکړ وایي د "پښتونستان" په ګډون به د خپلو ټولو حقونو لپاره مبارزه کوي:
"د پښتانه وحدت غواړو په دې کې شک نه شته او دا به دوی خامخا مني، دا د تاریخ فیصله ده چې پښتون ته به پر خپله خاوره او وسایلو خپل اختیار ورکول
کېږي".
د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل تر سیوري لاندې د هېواد د ټولو مکاتب فکر سره تړاو لرونکو مذهبي مشرانو مذهبي همغږۍ ته د ودې ورکولو لپاره د د 20 نکتو تګلاره جاري کړې چې پکې ویل شوي باید د اسلام د نفاذ په نوم جبر، وسلوالې هلې ځلې، تشدد او د انتشار خورولو ټول شکلونه بغاوت وګڼل شي.
د "پیغامِ پاکستان" په نوم دغه ضابطه اخلاق دا هم وايي چې هر فرد دې د رياست په ضد په لساني، علاقايي، مذهبي او فرقه یيز تحريکونو کې د برخې اخیستو نه ډډه وکړي او د هېواد د امنیتي ځواکونو سره دې پوره ملاتړ وکړي.
د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز وایي:
"سږ کال په محرم کې څه داسې مسایل مخې ته راغلو چې پخوا نه وو ځکه موږ په ګډه د داسې نکاتو جوړولو پرېکړه وکړه چې د کرکې خورولو مخه ونیسي، د دې مقصد د ټولو مسلکونو تر منځ همغږۍ ته وده ورکول دي".
په دغه شل نکاتي ضابطه اخلاق کې د پاکستان پر خلکو غږ شوې چې له رياست سره دې د خپلې وفادارۍ لوظ وکړي او مېډيا دې د پاکستان د اسلامي شناخت په ضد د پروګرامونه نه خپروي ځکه چې وایي د رایې د اظهار ازادي د اسلام او هېواد د قوانینو تابع ده.
ددغه شل نکاتي ضابطه اخلاق په لاسلیک کوونکو کې شامل د وزير اعظم عمران خان د مذهبي همغږۍ سلاکار مولانا طاهر اشرفي وایي له علاقايي او لساني ډلو مقصد د هېواد سياسي ملتپال او مذهبي ګوندونه نه دي:
"زموږ مقصد هغه ډلې دي چې وایي پاکستان دې مات کړل شي پښتونستان یا سیندو دېش دې جوړ کړل شي او یا د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان ډله ده چې په تشدد کټر مذهبي رياست جوړول غواړي".
طاهر اشرفي دا سپيناوی هم کوي چې مېډيا ته د ریښتیا ویلو اجازت دی خو باید چې دغه ریښتيا په تحقیق ولاړ وي او د چا پر ضد پروپېګنډه نه وي.
د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان وایي، اسلامي نظریاتي کونسل دې سپیناوی وکړي چې له "لساني او علاقایي" تحریکونو یې مطلب څه دی:
"که دوی د قام پرستۍ دا مطلب را باسي چې په دې ملک کې دې خلک دا نه وایي چې موږ ته دې خپل حق راکړل شي نو دا دوی نه انګرېز هم دا کوشش کړی دی خو کامیاب شوی نه دی، له هغه وروسته د پاکستان سټېبلشمنټ هم دا کوشش کړی خو ناکام شوی دی، د خپل حق لپاره به خپله مبارزه کوو".
په قومي اسمبلۍ کې د بلوچستان نېشنل ګوند غړی اغا حسن بلوچ د وي او اې ډیوه خبریال ارشد حسېن ته ویلي، باید چې د ژبې په بنیاد تنګ نظره ډلې جوړې نه شي، خو وایي د سیاسي ډلو او تحریکونو په اړه د اسلامي نظریاتي کونسل نوې تګلاره د آیین په ضد عمل دی:
"په ریاست کې دننه له قومي او آییني اصولو سره سم د خپلو حقونو لپاره په جمهوري انداز مبارزه کول هیڅ د ریاست خلاف نه ده".
د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس جنرل سکرټري ناصر زېدي وایي د مېډيا په اړه د اسلامي نظریاتي کونسل نکته پر مطبوعاتو د بندیز هڅه ګڼي او وايي اسلام د جابر حکمران په وړاندې د حق او ریښتيا ویلو اجازه ورکوي:
"اسلام تر ټولو زیات د رایې د اظهار ازادي ورکړې ده او د ریښتیا ویلو حکم ورکوي، اسلام خو له خلیفه وو هم د پوښتنې ازادي شته، دلته خو د رایې پر اظهار بندیز لګېږي او واکمن تل درباري خلک استعمالوي".
د اسلامي نظریاتي کونسل په تګلاره کې دا هم راغلي دي چې اسلام د ښځو د حقونو تحفظ باوري کوي او د هغوی د تعلیم، روزګار او د ووټ ورکولو د حق تحفظ به هم کېږي او وایي خلک دې د غیرت په نوم د ښځو د وژلو، له قرآن سره د ودولو او په بدل کې د خور لور له ورکولو دې ډډه وکړي.