لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کلاسیف الله پر دېوالونو د عوامي نېشنل ګوند نوي شعارونه ولې خراب کړل شوي؟


واشنګټن ــــ د بلوچستان په کلاسیف الله سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا په یوه لویه جلسه کې د هغو شعارونو د "خرابولو" غندنه شوې چې څو ورځې وړاندې د دې جلسې لپاره د دې ښار پر دېوالونو لیکل شوي او د دغو شعارونو په ضد د سیمې پولیسو د "نامعلومو کسانو" خلاف مقدمه هم درج کړې ده.

د عوامي نېشنل ګوند صوبایي صدر اصغر خان اڅکزي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په جلسه کې ددغو شعارونو په دفاع کې په غیرمستقیم ډول د پاکستان له امنیتي ادارو وپوښتل چې ولې په دغو شعارونو خفه دي:

"زما په دېوالونو تورتې [تور رنګونه] ولې اچوې، صرف پر دغو څلورو نعرو به له دوی وضاحت وغواړو، ته ولې په غصه یې ماته او بل ته ټیلیفونونه کوې، زموږ ملګرو لیکلي «په سیاست کې به د پوځ مداخلت نه وي، پر مېډیا به د ای ایس پي آر تسلط نه وي» آیین وایي چې د ملک په سیاست کې به د پوځ مداخلت نه وي او د آیین له رویه آی ایس پي آر د چا د مرکې او لیک د مخنیوي حق نه لري، نو اوس د آیین سرغړوه زه کوم او که یې ته [پوځ] کوې".

د عوامي نېشنل ګوند له خوا دغه شاوخوا شل شعارونه په درو ژبو پښتو، اردو او انګرېزي ژبو لیکل شوي چې ځینې یې د پاکستان په سیاست او رسنیو کې د پوځ د مبینه کردار په اړه دي. هغه شعارونه داسې دي: "د پوځ کار سرحدونه ساتل دي، نه سیاست او کاروبار کول"، "راوستل شوی [سلیکټیډ] او راوستونکی [سلیکټر] نه منو"، "په ملک کې نااعلان شوې مارشلا نه منو"، "په ملکي سیاست کې دې د پوځ لاسوهنه بنده شي"، "پر مېډیا د ای ایس پي آر تسلط نه منو".

په دې شعار کې لیکل شوي "د پوځ کار سرحدونه ساتل دي".
په دې شعار کې لیکل شوي "د پوځ کار سرحدونه ساتل دي".

د دغو شعارونو په ضد د اکتوبر پر 5مه نېټه د کلاسیف الله پولیسو د "نامعلومو کسانو" په ضد مقدمه درج کړې او په ایف ای آر کې یې هغوی په بلوچستان کې پر دېوالونو د څه اظهار کولو د مخنیوي د ترمیمي قانون 2016م له مخې په جرم تورن کړي دي.

د عوامي نېشنل د مرکزي کمېټۍ غړي خان زمان کاکړ وي او اې ډیوه ته وویل د دوی هغه ټول شعارونه خراب کړل شوي چې په سياست کې د پوځ او په افغانستان کې د بهرنۍ لاسوهنې، پر مېډيا د پوځ د مطبوعاتي څانګې د غلبې او د پښتنو پر وسايلو د پنجاب د قبضې خلاف ليکل شوي وو. دا چې دغه شعارونه چا خراب کړي خان زمان کاکړ وایي:

"دا شعارونه که څه هم د پوليس او لېويز سرتېرو په لاس وران شوي خو زه په دې حقيقت بېخي واضح يم چې دا هر څه د پاکستان د پوځ او استخباراتو په حکم وشول".

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د دغو تورونو په جواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي. وي او اې ډیوه هڅه وکړه چې په دې اړه د کلاسیف الله له مرستیال کمیشنر حبیب الرحمن کاکړ سره خبرې وکړې خو له هغه سره اړیکې ټینګې نه شوې. د کلاسیف الله ایس ایچ او محمد خان وي او اې‌ ډیوه ته د شعارونو په ضد د مقدمې درج کېدو تایید وکړ خو وایي د شعارونو له خرابېدو خبر نه دی.

په دې شعار کې لیکل شوي "لر او بر یو افغان".
په دې شعار کې لیکل شوي "لر او بر یو افغان".

د کلاسیف الله پر دېوالونو په لیکل شویو شعارونو کې یو شعار دا وو چې "په افغانستان کې امن د سیمې د امن ضمانت دی" او د خان زمان کاکړ په وینا دغه شعار هم خراب کړل شوی دی. د عوامي نېشنل ګوند صوبایي صدر اصغر اڅکزي د دې شعار د خرابېدو په غبرګون کې جلسې ته وویل:

"ولې زه دا حق نه لرم د خپل افغان ورور لپاره د امن خبره وکړم؟ زه نن هم وایم او سبا هم وایم چې په افغانستان کې امن د دې خاورې [پاکستان] له عدم مداخلت سره تړلی دی، زه خواست درته کوم چې په دې سیمه کې زما او ستا له امن پرته امن نه شي راتلای".

د کلاسیف الله په جلسه کې د ښځینه سیاستوالو په ګډون د عوامي نېشنل ګوند نورو مرکزي او صوبايي مشرانو هم ویناوې کړې چې یو ځل بیا یې په سیاست کې د پوځ د لاسوهنې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې به د یوې ادارې واک نه وي بلکې د آیین او قانون واکمني به وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG