لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په ۱۸ ایراني بانکونو باندې نوي بندیزونه اعلان کړل


واشنګټن – د امریکا حکومت په ۱۸ ایراني بانکونو باندې نوي بندیزونه په داسې حال کې اعلان کړي چې واشنګټن کوښښ کوي تهران له نړیوال بانکي سیستم څخه نور هم ګوښه کړي تر څو دغه هېواد د اټومي وسلو جوړولو جوګه نشي.‌

دغه نوی ګام چې د خزانې د وزارت لخوا په یو نوي خبري بیان کې اعلان شو هغه ۱۸ بانګونه په نښه کوي کوم چې تر اوسه پورې د امریکا د پخوانیو بندیزونو څخه بچ پاتې وو.

د امریکا د خزانې د وزارت لخوا په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي دي،‌ چې نوي بندیزونه له به له دې سره مرسته وکړي چې د ایران د حکومت "هغه مالي سرچینې بندې کړي چې کېدای شي د خپل اټومي پروګرام، د میزایلو د ودې، ترهګرۍ، د ترهګرو شبکو د پاللو او په سیمه کې د خپل ناوړه اغیز لپاره وکاروي."

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچن په بیان کې ویلي،‌"ننی کار چې مالي سکتور پیدا او په ۱۸ سترو ایراني بانکونو باندې بندیزونه ولګوو امریکايي ډالرو ته د غیر قانوني لاس رسۍ د مخنیوي په برخه کې زمونږ ژمنتیا څرګندوي."

منوچن دا هم ویلي،‌ چې امریکا به د بشري په برخه کې د پيسو لېږد را لېږد ته همداسې اجازه ورکړي تر څو د ایران له خلکو سره مرسته وشي."

په هغو بانکونو کې چې پرې بندیزونه ولګول شول امین بانک،‌ د ایران کېشاورزي بانک،‌ مسکن بانک،‌ رفا کارګران بانک،‌ شهر بانک،‌ اقتصاد نوین بانک، قرض الحسنه رسالت بانک،‌ حکمت بانک،‌ ایران زمین بانک،‌ کار افرین بانک،‌ خاور میانه بانک، مهر بانک،‌ پسر ګد بانک،‌ سمن بانک،‌ سرمایه بانک،‌ توسعه تعاون بانک او توریزم بانکونه شامل دي.‌

د بلومبرګ په وینا دا ګام ددې لپاره اخېستل شوی چې ایران له نړیوال مالي سیستم څخه جلا کړي.‌

د ایران اقتصاد له مخکې څخه له هاغې راوروسته سخت زیانمن شوی چې د ټرمپ اداره له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون څخه په شا شوه او په دغه هېواد باندې پراخ بندیزونه ولګېدل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG