لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصدر ټرمپ لخوا دبهرنیو ځواکونو د ویستلو اعلان ته دافغان دولت دننه څه غبرګون دی ؟


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا تر راتلونکي کریسمس افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو د ویستلو اعلان ته پخپل غبرګون کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل یو شمېر ځانګړو شرایطو پورې مربوط دي،

هغه ویلي که چرې دامریکایي ځواکونو وتلو ته شرايط نه وي برابر شوي نو هر ډول بېړنی ګام بدې پایلې درلودلی شي.

دشورو په ماښام په ټوئټر دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ لیکلي وؤ چې د سږ کال د دسمبر تر 25مې به خپل لږ پاتې پوځیان چې په افغانستان کې دي خپل هېواد ته را ستانه کړي.
پخپل یو بیان کې نوموړي ویلي، تر هغې چې دا ترهګرې شبکې ځپل شوې نه وي، له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتل منفي پایلې درلودلی شي.

په عین حال کې د افغانستان ددفاع وزارت بیا وایي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه اماده دي،چې د خپلې خاورې څخه په بشپړ ډول دفاع وکړي.

د افغانستان لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیأ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ویلي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو اوس ددې وړتیا او ظرفیت لري،چې په خپل قوت سره د وطن له دښمنانو سره مبارزه کوي.

هغه رسنیو ته په یو لیږلي وډیډیویي پیغام کې زیاته کړې د افغانستان په تاریخ کې د ملت له لوري تر ټولو لوړ ملاتړ یواځې او یواځې د افغان امنیتي ځواکونو شوی.

دنوموړي په وینا اوس افغان امنیتي ځواکونه د دښمن سره د جګړو په لیکو کې د مقاومت توان لري

"لکه څنګه چې تاسو هم ولیدل په تیره یوه میاشت کې دښمن د کند,ز په ښار تر ټولو ډیرې حملې ترسره کړې ،خو د خوښۍ ځای دی، چې موږ د دښمن په وړاندې ډیرې لاسته راوړنې لرو ،چې څوک ترې انکار نشي کولی او د دې ترڅنګ ټيکنالوژي، زموږ وسلې او مهمات په سیمه کې له چاسره نشته ، زموږ امنیتي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال دي،او له خپل وطن څخه دفاع کولی شي "

له دې مخکې هم د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه اماده دي چې د خپلې خاورې څخه په خپله دفاع وکړي.
پوځي شنونکي تر ډیره د ټرمپ دغه خبرې د ټرمپ پر انتخابي کمپاینونو پورې محدودوي خو زیاتوي چې د سولې له تړون پرته د امریکایي پوځیانو غیر مسؤلانه وتل د افغانستان پر وضعیت بده اغېزه لري.

د پوځي چارو شنونکي جنرال محمد نادر مایار امریکا غږ ډیوه ته وویل چې د امریکایانو غیر مسؤلانه وتل بغیر د سولې له تړون څخه په افغانستان کې هغه تشویشونه لا زیاتوي،چې د تېرو دورو یا مجاهدینو د راتګ، یا د قدرت د خالا د دورو هغه ویرې شته چې دا د افغانستان په زیان دی.

هغه وایي "زما هیله داده چې دا چې لا وخت شته د افغانستان حکومت باید په خپل امنیتي سکټور باندې جدي پاملرنه او سرمایه ګذاري وکړي،د تجهیز او اکمال لپاره دوی باید نور مرستندویان پیدا کړي،او خپله امنیتي ذخیرې پیدا کړی،د امنیتي ځواکونو مشرانو باید دېته ډیر متوجې وي"

د ټرمپ لخوا دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې طالبان او افغان حکومت د قطر په پلازمېنې دوحه کې خپلې لومړنې مخامخ خبرې پیل کړي دي تر څو په افغانستان کې د نېږدې دوه لسیزو روانه جګړه پای ته ورسېږي.‌

په دغې جګړه کې په لسګونو زره کسان وژل شوي او امریکا ته په نېږدې یو ټریلین ډالرو تمامه شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG