پولیس وایي دبلوچستان ایالت په تربت سیمه کې دبلوڅۍ ژبې یو وتلی سندرغاړی حنیف چمروک دنامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
پاکستاني رسنیو دجمعې په ورځ د سیمه ییزو پولیسو له خولې ویلي چې حنیف چمروک دکیچ ضلعې د تربت ښار په سنګاني ګلي کې د خپل کور نه بهر څو زلمیو ته د سندرو ښودنه کوله چې په دغه مهال څو وسله وال په موټر سائیکلو راغلل اؤ په هغه یې ناتاره ډزې وکړې.
دپولیسو په وینا د وسله والو په ډزو کې حنیف چمروک په ګڼو ګولیو لګیدلی اؤ په ټکي یې ساه ورکړې ده.
دپاکستان ډان ورځپاڼې پخپل راپور کې ویلي چې دحنیف چمروک یوه لور طیبه بلوچ دبشري حقونو فعاله ده اؤ بلوچستان کې دیوې مودې راهسې دخلکو دحقونو دپاره غږ پورته کوي.
تر دې دمه د حنیف چمروک د وژنې ذمه واري چا نه ده قبوله کړې خو له دې وړاندې هم په دغه کړکیچ ځپلي ایالت کې وخت په وخت ګڼ دبشري حقونو فعالین دنامعلومو کسانو په بریدونو کې وژل شوي یا تښتول شوي اؤ ځورؤل شوي دي.
تیره میاشت هم په تربت کې یوه ښځينه خبریاله شاهینه شاهین دنامعلومو کسانو په برید کې وژل شوې وه