لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:په امنیتي ځواکونو د راکټ برید کې یو عسکر وژل شوی،بل ژوبل


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو برید کې یو پوځي عسکر وژل شوی اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

د سیمې څخه امنیتي سرچینو د جمعې په ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي په پاکستاني پوځيانو د راکټ دا برید دلدها تحصیل مومي کړم سیمه کې شوی چې پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

برید کې د وژل شوي عسکر نوم رسول جان اؤ د ژوبل عسکر نوم حبیب ښودل شوی .

سرچینې وایي د بریدو نه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه دپېښې سیمې ته رسېدلي اؤ دلټونې عملیات یې پیل کړي دي خو تر دې دمه ددې برید په تړاؤ لا څوک نه دي نیول شوي.

په قبائیلي ضلعو جنوبي اؤ شمالي وزیرستان کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې پوځ دعوه کوي په کال ۲۰۱۴م کې یې دضرب عضب عملیاتو دلارې دترهګرو ملا ماته کړې اؤ دغه سیمې یې له ترهګرو پاکې کړي دي.

تر دې وړاندې د شمالي وزيرستان د سپين وام تحصيل د پوليس مشر (ډي اېس پي) اعظم خان ډیوه ته ویلي وؤ د [اېف ډبلیواو] دوه کار کوونکي چې د کرم تنګي ډېم په نهر جوړولو يې کار کولو او تعلق د یې د پنجاب صوبې سره دی دوه ورځې وړاندې بې درکه شوي يا تښتول شوي دي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی خبریال صفدر داوړ وايي، د کومې علاقې نه چې دا کسان تښتول شوي دغلته د کلک امنيت دعوې کیږي بيا د کسانو تښتول پوښتنې راولاړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG