لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: په وسله وال برید کې د پاکستاني پوځ دوه سرتیري وژل شوي، څلور ټپي


د پاکستان په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې په يو وسله وال بريد کې دوه پاکستاني پوځي سرتيري وژل شوي او څلور نور ټپي شوي دي.

د سیمې څخه د امنيتي سرچینو په خبره دغه پیښه نن سحر د شمالی وزیرستان سره څېرمه او د افغانستان پولې ته نزدې د جنوبی وزیرستان د شوال تحصیل په ماڼه مندره سیمه کې شوې ده.

امنيتي سرچينې وايي وسله والو د امنيتي سرتیرو په یوه چیک پوسته برید کړی او په پایله کې یې دوه سرتیري وژل شوي او څلور ټپي شوي دي.

هغه ويلي په وژل شویو عسکرو کې سپاهي شکیل او سپاهي اکمل شامل دي او نائیک محمّد سعید، لانس نائیک محمّد شاهد، سپاهي غلام مرتضیٰ او سپاهي محمّد اعجاز ټپیان شوي دي.

پوځ په خپله د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او وي او ای ډيوه هم د پوځ سره د پېښې د مالوماتو په اړه د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

د پېښې زمه واري هم تر دې دمه چا نه ده منلې.

سرچینې وایي د برید نه وروسته په ګڼ شمېر کې امنیتي ځواکونه د پېښې سیمې ته رسېدلي او د لټون عملیات یې پېل کړي دي.

تیره ورځ چارواکو ویلی ؤ په جنوبي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو په برید کې یو پوځي عسکر وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

د سیمې څخه امنیتي سرچینو د جمعې په ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي ؤ په پاکستاني پوځيانو د راکټ دا برید د لدها تحصیل مومي کړم سیمه کې شوی چې پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

په برید کې د وژل شوي عسکر نوم رسول جان او د ژوبل عسکر نوم حبیب ښودل شوی ؤ . د دې برید زمه واری پاکستاني طالبانو منلې وه.

د سیمې پولیسو افسر (ډي پي او) شوکت علی وايي په جنوبی وزیرستان کې د وړاندې نه حالات ښه نه دي پاتې شوي او هره دویمه یا درېمه ورځ پکې د نا امنۍ پېښې رامینځته کیږی چې کله پکې وسله والو او کله امنیتي سرتیرو ته زیان اوښتې وي هغه وویل دوی هڅه کوي چې په علاقه کې امن ټينګ کړي.

د پاکستان پوځ په کال 2009م کې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي چې له امله يې نزدې 72 زره کورنۍ کډه شوې هم وې.

پوځ او حکومت په علاقه کې د امنيت په ځای کولو دعوې کړې او د سيمې نه کډوال شوي خلک يې بيرته بيا ستانه کړي خو په علاقه کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ او ماين چاؤدنو پېښې رامنځته کیږي.

دوه اوونې وړاندې هم د پاکستان پوځ ويلي ؤ په جنوبي وزيرستان کې د پوځ يو افسر (کپټن) عبدالله ظفر د ترهګرو په بريد کې وژل شوی دی، ځايي خلک وايي په علاقه کې دغه ډول پېښو دوی اندېښمن کړي او په امنيت يې پوښتنې راولاړې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG