لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:دسړک دغاړې چاودنو کې اووه کسان وژل شوي،۱۹ ژوبل


چارواکي وایي دافغانستان هلمند اؤ هرات ولایتونو کې دسړک دغاړې دوؤ مائن چاودنو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوی دی.

دافغانستان ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې دشنبې په سهار دمسافرو یو بس دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دسړک دغاړې یو مائن چاودیدلی چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ نهه نور ژوبل شوي دي.

ځائ چارواکي وایي دا بس د هرات څخه کندهار ته روان ؤ چې د کرشک مهاجر بازار سیمه کې په مائن الوتلی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي چې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي اؤ لس نور ژوبل شوي دي.

طالبانو دوه کړې ده چې دا بس د هاوان په هغه ګولۍ لګیدلی چې سیمه کې د نزدې پوځی مرکز څخه داغل شوې وه خو د دفاع وزارت وایي چې بس دسړک دغاړې په ښخ ماین ورختلی دی.

اخوا چارواکي وایي د هرات په شین ډنډ ولسوالۍ کې هم یو موټر د سړک د غاړې په ښخ ماین ورختلی چې له امله یې شوې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

په دې وروستیو کې چې طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی په دوحه کې دسولې خپل منځي خبرو ته ناست دي دافغانستان دننه په بمي بریدونو،د سړک دغاړې چاودنو اؤ دتشدد پېښو کې زیاتوالی رامنځته شوی .

افغان دولت دطالبانو نه پرله پسې د اوربند غوښتنې کوي خو طالبانو لا اوربند ته غاړه نه ده اېښودې ده.

افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد تیره ورځ ویلي وؤ چې افغانان باید د دوحې مذاکراتو کې دځان ځانیو څخه تیر شي که نه وي نو افغانستان به په دوهمې سوریې بدل شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG