واشنګټن ــــ په امریکا کې دفاعي څېړونکي وايي د امریکا او چین تر منځ په انډو بحرالکاهل کې په اقتصادي توګه د چین راپورته کېدل واشنګنټن ته خطرې جوړې کړي، د دواړو طاقتونو تر منځ د تایوان په سر تاوتریخوالی په غېرمتوقع توګه زیات شوی او د چین په سوېلي سمندر کې د ( روس سره) د سړې جګړې په رنګه غېریقیني حالات جوړ دي.
دفاعي څېړونکي ګڼي چې د چین له ووهان سیمې نه خورې شوې کرونا وبا د امریکا اقتصاد ته بدې نتیجې اړولي او له وجې یې د دواړهېوادونو تر منځ اړیکې ناسمو اړخونو ته روانې دي.
د وایس اف امریکا انګریزۍ څانګې ته څېړونکو ویلي دي، دوی ګوري چې څه رنګه د امریکا د چین په اړه زړه تګلاره ناکامه شوه او دا چې په مستقبل کې به ددې نتیجې څه وي؟
درې لسیزې وړاندې امریکا د چین سره په دې تمو مرسته وکړه او د تجارت نړیوال سازمان یا ورلډ ټرېډ ارګنایزېشن کې یې شامل کړلو چې چین به خپل تجارت ته وده ورکړي او جمهوريت به راولي.
د صدر اوباما په انتظامیه کې د قامي سلامتیا د چارو سلاکاراو پخوانی جرنېل جېمز جونز وايي:
"مونږ سوچ کړی وو د چین کمیونیسټ حکومت به د ازاد تجارت له سوبه کاروبار زیات کړي او دا به په بنیادي توګه د دوی خوی بدل کړي خو نه یوځې دا چې دغه توقعات بېکاره ثابت شول بلکې د ناخوښۍ باعث وګرځېدل".
د سیمې اقتصادي قوت جوړېدو سره د صدر شي جین پینګ په مشرۍ چین اوس غواړي د امریکا ځای واخلي، په نړۍ کې خپل اثر زیات کړي او نوی نړیوال نظام په ځای کړي.
د امریکا پخوانی پوځي جرنېل جېمز جونز وايي "مونږه په دې پوه یو چې دوی [چین] په کومو طریقو د انټر نېټ د لارې ملکیتي پوهنې پټوي او ځانله په انټرنېټي نړۍ یا سائبر سپېس کې ځای جوړوي".
جېمز جونز وايي چین ځان په نرمه طریقه، د ډېرې هوښیارتیا د لارې د معنو نه ډک ټکي کاروي خو دوی مونږه د خپل دریځ نه نه شي اړولی. دوی امریکا ته چالاک خلک رالېږي چې په ممکنه توګه یې څه کړي هم دي.
یو بل دفاعي څېړونکي او د ناټو پخواني ستر کمانډر جنرل وېسلی کلارک وایس اف امریکا ته په دې موضوع د خپلې څېړنې په وخت ویلي چې دا وخت د چین صدر شي جین پینګ ټول پام په بحرالکاهل او تایوان باندې دی.
پخوانی جرنېل وېسلی کلارک وايي چین په سیمه کې نن سبا په تایوان ډېرې خبرې کوي ځکه چې امریکا تایوان تسلیم کړی او لوظنامه کې یې ورسره منلې ده چې د طاقت د لارې د تایوان مسله نه شي حل کېدی خو صدر شي جین پینګ دا نه مني.
چین وايي د امریکا له خوا د چین په سوېلي سمندر کې خلاف ورزۍ او له تایوان سره اړیکې ساتل د چین په کورنيو معاملاتو کې لاسوهنه ده او واشنګټن ته په دې کې کار نه دي ساتل پکار.
د ناټو پخوانی جرنېل وېسلی کلارک وايي دا اوسني حالات لکه د امریکا او روس تر منځ د سړې جګړې په رنګه دي. هغه وايي روس په دې خبر وو چې که د جرمني تر منځ راښکل شوې کرښې کراس شوې نو جنګ به کېږي، خو مونږ چرې هم د اېټمي وسلو د زیاتولو نه وو ویلي.
وېسلی کلارک وویل نن تاسو د هوا، مځکې، سمندر، خلا او اېنټي نړۍ خبرې کوئ، دا ډېرې خطرناکې خبرې دي.