لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د بي آر ټي ودرېدلي بسونه به په 25 اکتوبر بيا روان شي، وياند


په پېښور کې د چټک بس سروس (بي آر ټي) چې په بسونو کې يې د اوور لګېدو پېښې شوې وې نزدې میاشت وړاندې دا سروس ودرول شوی دغه بسونه تراوسه نه دي روان کړی شوي.

راپورونه وايي د چين هغه کمپنۍ چې د بي آر ټي بسونه يې جوړ کړي، ويلي يې دي چې په بسونو کې کار کوي بیرته یې جوړوي او ښايي د 25 اکتوبر پورې به دغه بسونه بيرته روان کړی شي.

اېکسپرېس ټريبيون د بي آر ټي د وياند د قوله ويلي د بس سروس به بيرته په 25 اکتوبر روان شي.

د بي آر ټي په بسونو کې د اور لګېدو څو پېښې مخې ته راغلې وې او په 16م ستمبر دا سروس ودرول شوی ؤ.

د خېبرپښتونخوا د محنت وزير شوکت يوسفزي ويلي ؤ دا ډېره غټه پروژه ده او کومې کمپنۍ چې دا بسونه جوړ کړي دي د هغې عمله پېښور ته راغلې او ګوري چې په دې بسونو کې کومه تکنيکي خرابي ده هغه لرې کړي.

راپورونه وايي د چين دغه کمپنۍ په بسونو کې کار کوي او کومې الې چې د اوور لګېدو سبب جوړیږي هغه ترې لرې کوي نوې پکې لګوي، او د بي آر ټي وياند ویلي د چين دغه کمپني چې په بسونو کې الې يا پرزې بدلوي د هغې پېسې به نه اخلي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت د مالي چارو د څار ادارې تېره مياشت ويلي ؤ د پېښور په بي ار ټي منصوبه کې د کروړونو روپو بې ضابطګۍ موندل شوي دي.

اډیټر جنرل چې د حکومت د پېسو حساب کتاب ساتي په خپل رپورټ کې ویلي د بي آر ټي منصوبې په 220 بسونو کې 51 بسونه بې وخته ،غېر معیاري او د بنیادي اډاڼې د جوړیدو نه وړاندې اخیستل شوي وو.

په پېښور کې د بي آر ټي پروژه د پاکستان تحریک انصاف حکومت په کال 2017م کې د پېل کولو سره ویلي ؤ چې دا به په شپږو مياشتو کې پوره کړی شي.

د بي آر ټي پروژه د 2017م کال د اکتوبر په مياشت کې د 66 اربه روپو په لګښت پېل کړی شوې او وروسته ويل شوي ؤ چې دې پروژه لګېدونکې روپۍ 70اربه ته نزدې شوي دي، خو چارواکي وايي 66 اربه روپۍ پرې لګېدلي دي.

د خېبرپښتونخوا د هغه وخت وزيراعلی پروېز خټک ويلي ؤ چې دا پروژه به په شپږو مياشتو کې پوره کولی شي خو د دې پروژې پرانسته د تېر اګست د مياشتې په 13م نېټه د پاکستان وزیراعظم عمران خان کړې وه.

دا پروژه نزدې په درې کاله موده کې سرته رسول شوې خو د پرانستې په وخت پرې هم داسې پوښتنه راولاړې شوې چې اوس هم په دې پروژه کې ځينې نيمګړتياوې پاتې دي لکه د ګاډو د ودرولو ځايونه، پلازې يا ودانۍ جوړول او د سايئکلو دپاره چې کومه لار وه هغه نه ده پوره کړی شوې.

حکومتي چارواکي نيمګړتياوې مني خو وايي په نيمګړتياؤ کار روان دی او هغه به سر ته رسولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG