لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوادر کې پر پاکستاني ملېشه ځواکونو په برید کې 14 عسکر وژل شوي


واشنګټن ــــ د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې پر امنیتي ځواکونو باندې شوې یوه تازه حمله کې د رپورټونو له مخې لږ تر لږه 14 ملېشه عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شوي خو یو مرکزي وزیر وایي شپږ عسکر وژل شوي دي. د برید ذمه واري د "براس" په نوم تنظیم منلې ده.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال دا پېښه غندلې او پر ټویټر یې لیکلي دي "د بلوچستان پر کوسټل های وې د قانون نافذوونکو کسانو د قیمتي ځانونو ضایع کېدل دا ښکاره نخښه ده چې دښمن بلوچستان او د بلوچستان خلک سوکاله نه شي لیدای".

د پاکستان ملېشه ځواکونو دغه برید تایید کړی او وایي په امنیتي ځواکونو باندې دغه حمله د ګوادر ضلعې په ساحلي اورماړه سیمه کې شوې ده. د ګوادر یوه انتظامي چارواکي د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي، وسلوالو د پنجشنبې- زیارت په مازیګر د اورماړې د سرپټ په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي.

دغه انتظامي چارواکي ویلي وسلوالو د ملېشه ځواکونو پر دوو موټرو لومړی د راکټونو او وروسته یې د توپکو ډزې ورباندې کړې دي چې وایي له کبله یې د ملېشه وو پر دواړو موټرو اور لګېدلی دی.

چارواکي وایي د ملېشه ځواکونو دغو دوو موټرو د پاکستان د تېلو او ګېسو د ادارې او جي ډي سي ایل د موټرو بدرګه کوله چې له ګوادره کراچۍ ته روان وو.

پر ټولنیزو رسنیو د دغې پېښې په خپاره شوو دوو عکسونو کې لیدل کېږي چې یو ځای یو موټر سوځېدلی او د موټر شاته څلور پینځه تنه په اور سوځېدلي پراته دي او په بله عکس کې څلور ملېشه عسکر په ډزو لګېدلي مړه پراته دي.

ځایي چارواکي وایي د راکټونو او ډزو په نتیجه کې 14 ملېشه عسکر وژل شوي خو د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر اعجاز شاه رسنیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې شپږ عسکر وژل شوي دي.

د بلوچستان د مالیاتو صوبایي وزیر ظهور بلېدي هم دا پېښه غندلې او پر ټویټر یې لیکلي "ترهګرو ته د دوی د جرمونو سزا ورکول او هغوی د عبرت مثال جوړولو د بلوچستان د حکومت ذمه واري ده چې پوره کېږي به".

د دې برید ذمه واري د بلوچ راجي آجویي سنګر (براس) په نامه د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو د وسلوالو تنظیمونو اتحاد پر غاړه اخیستې او دعوه یې کړې چې په برید کې یې تر پینځلس زیات عسکر وژلي او ټپیان کړي دي.

اورماړه د ګوادر ضلع تحصیل دی چې له لسبېلې ضلعې سره پر پوله پرته ده او په دې سیمه کې د ازادي غوښتونکو بلوڅانو تنظیمونه بي ایل اې، بي آر اې او بي ایل ایف ډېر فعال دي چې په ګوادر کې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ سیپېک پرمختیایي کارونه نه پرېږدي.

د 2019م کال په اپرېل میاشت کې هم وسلوالو د مکران پر ساحلي لار د بوزیټاپ په سیمه کې مسافر بسونه درولي وو او د هغوی د شناختي کارډونو تر کتلو وروسته یې 14 امنیتي عسکر وژلي وو،‌ چې ذمه واري یې د بلوچ راجي آجویي سنګر (براس) په نامه د وسلوالو بلوڅانو یو متحد تنظیم منلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG