لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف د حکومت مخالفه غورځنګ پي ډي اېم نن په ګوجرانواله کې لومړۍ جلسه کوي


په پاکستان کې د تحریک انصاف د حکومت پرضد د 11 مخالفه ګوندونو غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ يا پي ډي اېم) نن د جمعې په ورځ د پنجاب صوبې په ګوجرانواله ښار کې لومړۍ جلسه کوي.

پي ډي اېم د حکومت پرضد نن په 16م اکتوبر په ګوجرانواله، په 18م اکتوبر په کراچۍ، په 25م اکتوبر په کوټه کې، په 22 نومبر په پېښور، په 30م نومبر په ملتان او وروستۍ غونډه په 13م دسمبر په لاهور کې اعلان کړې ده.

د مخالفه ګوندونو مشرانو ویلي، د ټاکل [سليکټډ] شوي وزيراعظم نه د استعفا اخستو او په سياست کې د اسټبلشمنټ د رول ختمولو دپاره به ټولې سياسي او جمهوري لارې خپلوي.

د حکومت د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز ويلي، احتجاج د سياسي ګوندونو جمهوري حق دی خو مخالفه ګوندونه د خپلو بډو رشوتونو بچ کولو دپاره دا جلسه کوي.

د مخالفه ګوندونو مشران د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بلي او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، مخالفه ګوندونو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خود پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وايي سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې شريک نه ګڼي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

پي ډي اېم ویلي د ګوجرانوالې د جلسې دپاره يې تياریانې پوره کړي دي.

د پي ډي اېم وياند د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر ميا افتخار حسېن ویلي، حکومت د مخالفه ګوندونو غړي نيسي.

بل لور ته د مسلم ليګ ن ګوند مشر نواز شریف په ټويټر ویلي،

"پوليس دې د عمران نيازي (وزيراعظم عمران خان) غېرقانونه امر نه مني او ګوجرانوالې ته تلونکي د پي اېم اېل اېن او پي ډي اېم غړي دې نه نيسي".

د پي ډي اېم مشري مولانا فضل الرحمان کوي.

ميا افتخار حسېن ويلي په پي ډي اېم کې د ګډو ګوندونو مشران به ماښام اته بجو ته د جلسې ځای ته رايوځای کيږي.

د ځايي ميډیا ترمخه د ګوجرانوالې انتظاميې پي ډي اېم ته د جلسې کولو اجازت ورکړی او ويل شوي د انتظاميې او پي ډي اېم ترمنځ خبره شوې چې په جلسه کې به د امنيتي ادارو او ائين پرضد وېنا نه کيږي او د کرونا وايرس دپاره په جوړه حکومتي تګلاره به عمل کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG