په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې په شمالي وزيرستان او بلوچستان کې د پاکستان د پوځ او امنيتي ځواکونو په کاروان ترهګر بريدونه په کلکه غندلي دي، د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم د دغو بريدونو غندنه کړې ده.
امریکايي سفارتخانې د ترهګرو بريدونو د غندنې سره په پېښه کې د ښکار شوؤ د کورنیوسره خواخوږي کړې او د ژوبلو د صحت دپاره یې دعا غوښتې ده.
د پاکستان پوځ پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ویلي د شمالي وزيرستان د رزمک سره نزدې د پوځ په کاروان په چاؤدنه کې د يو افسر په ګډون پينځه سرتيري وژل شوي دي.
پاکستاني طالبانو په پوځ د ياد بريد زمه واري منلې ده.
پوځ پرون د بلوچستان په ارماړه کې په امنيتي ځواکونو د ترهګر بريد خبر ورکړی چې پکې د ملېشې اووه سرتيري او اووه امنیتي ساتونکې وژل شوي دي.
پوځ ويلي دغه 14 امنيتي سرتیري د او جي ډي سي اېل د کاروان سره په ساتنه مامور وو.
د دې برید ذمه واري د بلوچ راجي آجویي سنګر (براس) په نامه د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو د وسلوالو تنظیمونو اتحاد پر غاړه اخیستې او دعوه یې کړې چې په برید کې یې تر 15 زیات عسکر وژلي او ټپیان کړي دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم ياد ترهګر بريدونه غندلي او په بريدونو کې د وژل شوؤ د کورنيو سره يې غمرازي کړې ده.