لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله عبدالله:دټرمپ څرګندونې طالبان مذاکراتو کې برلاسي کوي،افغانان بیا دطالبانو اسلامي امارت نه مني


دافغانستان دملي جوړ جاړي د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې دسولې روانو خبرو کې دطالبانو دبرلاسي کولو په معنا دي.

دجمعې په ورځ کندهار کې د پخواني وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرزاق د دوهم تلین په اړوند راجوړې شوې غونډې ته عبدالله عبدالله ویلي افغانستان څخه که نړیوال ځواکونه اوځی اؤ بیا په افغانستان دطالبانو اسلامي امارت تپل کیږي نو دا به افغانو ته دمنلو نه وي.

هغه زیاته کړه دافغانستان په خلکو دطالبانو داسلامي امارت تپل به د جګړې اؤ وینې توئیدو په معنا وي .

صدر ټرمپ دچهارشنبې په ورځ پخپل یو ټوئت کې لیکلي وؤ چې امریکایي سرتیري باید په درېو میاشتو کې له افغانستان څخه ستانه شي.

دملي جوړجاړي دعالي شورا مشر وویل دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ دا وروستی ټوئټ په مذاکراتو کې طالبان برلاسي کوي چې داسې باید ونه شي.

هغه وویل طالبانو دسولې دخبرو جریان کې هم جګړو اؤ بریدونو ته دوام ورکړی اؤ که هغوئ داسې فکر کوي چې دیوې ولسوالۍ یا ولایت په نیولو سره به مذاکراتو کې برلاسي شي نو دا یې تیروتنه ده

هغه وویل سولې ته د رسیدو لار په جګړو کې نه بلکې په سیاسي خبرو اترو کې ده.

امریکا اؤ‌ طالبانو لا د عبدالله عبدالله ددې څرګندونو په اړوند خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو تر دې له مخې افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیلزاد په کراتو ویلي امریکا افغانستان کې دیو داسې نظام اؤ سولې پلوي ده چې ټول افغان ولس ته دمنلو وړ وي.

قطر ته طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی دتیرې میاشتي راهسې دخپل منځي خبرو په موخه ورټول شوي خو نړیوال مطبوعات وایي چې دواړه خواوې لا تر دې دمه دخپل منځي خبرو په ایجنډه اؤ اصولو نه دي متفق شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG