د پېښور سره تعلق لرونکي د کرکټ ستوري لوبغاړي او تېز بالر عمرګل کرکټ ته په مخه ښه وويل چې نور به يو ډول کرکټ نه لوبوي.
عمرګل په خپله په ټویټر کرکټ ته د مخه ښې ويلي دي.
هغه ويلي، "په زړه ماتې او د ډېر فکر وروسته ما دا پرېکړه کړې چې د دې نېشنل ټي ټيونټي کپ وروسته به نور يو ډول کرکټ نه کوم".
عمرګل زياته کړې تل يې د زړه نه د پاکستان دپاره لوبېدلی د کرکټ سره یې مينه کړې او د پاکستان د کرکټ بورډ، ملګرو او خپلو مينه والو مننه يې کړې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا عمرګل ته د کال 2010م د پاکستان د شل اووريز کپ ګټونکی ستوری ویلي، چې په هر ډول کرکټ کې يې987 وکټې اخستي او د نوموړي د مخه ښې ويډيو يې خپره کړې ده چې پکې عمرګل د خبرو په وخت غرېو نيولی دی.
د کرېک انفو وېبپاڼې ترمخه 36 کلن عمرګل دا وخت په پاکستان کې د قومي شل اووريز کپ په سياليو کې لوبېدو، چې د کرکټ څخه د ريټايرډ کېدو اعلان يې وکړو.
د پېښور سره نزدې د نوي کلي سره تعلق لرونکي عمرګل د کال 2003م د اپرېل په مياشت کې د يو ورځني نړيوال کرکټ څخه د پاکستان په قومي لوبډله کې لومړۍ سيالي کړي او هم په دغه کال يې په اګست کې پينځه ورځنی (ټېسټ) لوبډله کې لوبېدلی ؤ.
نوموړي په 47 پينځه ورځنيو سیاليو کې 163 لوبغاړي اؤټ کړي، په 130 يو ورځنيو سياليو کې يې 179 وکټې اخستې او په يو شل اووريزو 60 سياليو کې يې 85 لوبغاړي سوځولي وو.
هغه په 125 فرسټ کلاس سياليو کې لوبېدلی او 479 وکټې يې اخستې وې.