لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې دپولیو دوه تازه پېښې مخې ته راغلي دي


دپاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیو د دوؤ نورو پېښو مخې ته راتلو سره د روان کال په اوږدو کې دبلوچستان دننه دپولیو د پېښو شمیره ۲۳ؤ ته اؤ په ګرډ پاکستان کې ۷۷ؤ ته رسېدلې ده.

د خالي په ورځ دبلوچستان دصحت محکمې چارواکو منلې چې دپولیو یوه تازه پېښه د کوټې په چلتن سیمه کې رامخته شوې چې دغلته یو څلور کلن ماشوم د پولیو په رنځ اخته موندل شوی.

دصحت محکمه وایي بله پېښه د پښین په برشور تحصیل کې مخې ته راغلې اؤ دغلته د ۱۵ؤ میاشتو یو ماشوم ته د پولیو وائرس ورپورې شوي دي.

تر دې دمخه هم د ستمبر په میاشت کې دپښین په علي زئ سیمه کې دپولیو یوه پېښه مخې ته راغلې وه اؤ دغلته د ۳۴ؤ میاشتو یو ماشوم کې دپولیو وایرس موندل شوي وؤ.

په پاکستان کې دپولیو دا نوې پېښې په داسې حال مخې ته راغلي چې په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوالې ادارې نائجیریا هیواد هم دپولیو نه پاک اعلان کړی اؤ دا مهال په نړۍ کې یوازې پاکستان ااؤ افغانستان ددې ناروغۍ سره مخ دي.

سږکال د اګست په مياشت کې په نړيواله کچه د پوليو د خوریدو د مخنیوي د هڅو جاج اخستونکي تنظیم انډپنډنټ مانيټرنګ بورډ په پاکستان کې د پوليو په وبايي وضعیت اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې ؤ په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخوا په جنوبي سيمو او دې سره په کراچۍ او کوټه کې د اوبو په ذخيره کې د واېلډ پوليو يا پوليو د لومړي ډول وايرس خوریږي.

تېر کال په پاکستان کې د پوليو د لومړي ډول 147 پېښې مخې ته راغلې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG