لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:پي ډي‌ ایم نن بیا خپل سیاسي قوت ښایي،له زندانونو نه ویریږو.مریم نواز


په پاکستان کې دحکومت مخالفه ډلو ائتلاف پي ډي ایم دحکومت په ضد دخپل پیل کړي احتجاجي تحریک په لړ کې نن په کراچۍ کې دخپل سیاسي قوټ دوهمه ستره احتجاجي جلسه کوي .

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اپوزیشن ګوندونو ته کرښه راښکلې چې که چرته یې هم دقانون څخه سرغړونه وکړه نو نیغ به زندانونو ته لیږل کیږي خو د ستر مخالف ګوند مسلم لیګ( نواز)مشرې مریم نواز بیا ویلي چې د حکومت دګواښونو نه یې سترګه نه سوزي اؤ وړاندې چې یې کومه لږه ډيره ویره په زړه کې وه اوس یې هغه هم ختمه شوې ده.

دپاکستاني رسنیو له مخې په کراچۍ کې دجلسې دپاره برخه والو ته دجلسې په میدان کې ۵۰زره کرسۍ اېښودل شوي اؤ دې احتجاجي جلسې ته به دپي ډي‌ ایم مشر مولانا فضل الرحمان،بلاول بوټو زرداري،مریم نواز،ایمل ولي خان،محمود خان اڅکزئ،شاهد حاقان عباسي،ډاکټر عبدالمالک اؤ نور ویناوې کوي.

جلسه کې دبرخې اخستو دپاره دخالي‌ په ماښام مولانا فضل الرحمان،بلاول بوټو زداري اؤ ځېنې نور کراچۍ ته رسیدلي اؤ پاتې مشران به نن رسیږي.

تر دې دوه ورځې وړاندې اپوزیشن ګوندونو دحکومت په ضد دخپل احتجاجي تحریک وړومبۍ جلسه دپنجاب په ګجرانواله سیمه کې کړې وه چې ورته دلندن څخه د مسلم لیګ(نواز) ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم میا نواز شریف د ویډيو لنګ دلارې وینا کړې وه.

نوازشریف پخپله وینا کې په وړومبي ځل دپاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ دایي ایس ایي مشر جنرال فیض په نومونو یاد کړي وؤ چې دهغه منتخب حکومت یې ختم کړی ؤ اؤ د ټګۍ دلارې یې عمران خان اقتدار کې راوستی دی.

د پنجاب صوبې ګوجرانواله کې د پي ډي اېم جلسې ته د ښاغلي شريف دغو نيوکو ته که څه هم تر اوسه د پاکستان پوځ څه ځواب نه دی ویلی، خو د عمران خان تر څنګ د تحریک انصاف حکومت دوه وزیرانو نن اسلام اباد کې دغې ته غبرګون ښودلی.

وزیراعظم عمران خان پرون اسلام اباد کې دخپلې یوې وینا په وخت ویلي وؤ دهغه حکومت د ولس په رائیو جوړ شوی اؤ اپوزیشن که هرڅومره جلسې وکړي حکومت نه شي ختمولی.

هغه اپوزیشن ګوندونو ته ګوت څنډنه کړې وه چې جلسې دې کوي خو که چرته یې قانون مات کړو نو نیغ به زندان ته لیږل کیږي اؤ په زندان کې به هم وي ایي پي نه وي بلکې دعامو بندیانو سره اچولی شي.

د وزیراعظم په دغه ګواښ خپل غبرګون کې دمسلم لیګ نواز ګوند مشرې میرم نواز ویلي وزیراعظم دې ګواښونه بل چاته ورکړي ځکه چې اپووزیشن ګوندونه اوس له دې ګواښونو نه ویریږي.

هغې ویلي وزیراعظم دې مونږ په زندانونو نه ویروي ،ځکه چې مونږ له دې وړاندې هم زندانونه لیدلي اؤ کومه ویره چې مو لرله هغه هم اوس ختمه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG