لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تخار:درنو جګړو کې ۳۴امنیتي سرتیري اؤ ۳۰طالبان وژل شوي


امنیتي چارواکي وایي دافغانستان شمال ختیز تخار ولایت کې دطالبانو په برید کې ۳۴ امنیتي سرتیري اؤ ۳۰طالبان وژل شوي دي.

دتخار د والي ویاند جواد هجري رسنیو ته ویلي طالبانو تیره شپه د په خواجه غار اؤ بهارک ولسوالیو کې بریدونه کړي اؤ دافغان ځواکونو سره یې سخته نښته شوې ده.

هغه ویلي په دې برید کې ۳۰افغان سرتیري وژل شوي خو دتخار دعامې روغتیا مشر قیوم حیرت بیا رسنیو ته ویلي چې د ولایت روغتون ته ۳۴مړي اؤ اته زخمیان ور وړل شوي دي.

د والي ویاند پخلی کړی چې په برید کې د تخار دامنیت امر سمونیار راز محمد دور اندیش هم وژل شوي دی.

هغه ویلي راز محمد دور اندیش د امنیتي ځواکونو دمرستې دپاره دبهارک ولسوالۍ مسجد سفید سیمې ته ورغلی ؤ اؤ دغلته د خپلو نورو ۱وو تنو پولیسو سره دطالبانو سره جګړه کې وژل شوی دی.

په تخار کې له دې جګړې وړاندې په هلمند کې هم دطالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې وې چې دسلګونو طالبانو اؤ امنیتي سرتیرو د وژل کیدو اطلاعات پکې مخې ته راغلي وؤ.

دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د جګړو دا لړۍ یو ځل بیا په داسې حال کې چټک شوې چې دتیرې میاشتې راهسې قطر کې طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی د سولې خپل منځي خبرو ته ناست دي خو لا یې د خبرو اترو په اصولو اؤ‌ ایجنډه اتفاق نه دی کړی.

دتخار اؤ هلمند تر څنګ د افغانستان یو شمیر نورو سیمو کې هم په دې وروستیو کې د جګړو اؤ تشدد کچه لوړه شوې ده .

تیره اوونۍ دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي وؤ طالبانو په دوؤ اوونیو کې شپږ ځانمرګي بریدونه اؤ ۹۲ دمائنونو چاودنې کړي چې پکې ۹۶ملکي کسان وژل شوي اؤ ۱۶۵ نور ژوبل شوي.

افغان دولت اؤ امریکا دقطر دمذاکراتو په جریان کې څو کرته طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو لا دغه غوښتنې ته غاړه نه ده اېښودلې اؤ وایي د اوربند نه وړاندې باید دجګړې علتونه له مینځه یوړل شي

XS
SM
MD
LG