لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد:دافغان جګړې دواړه لوري باید اورکم کړي اؤ زر تر زره دسولې لار ومومي


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا خانګړي استازي زلمي خلیلزاد تخار کې دافغان دولتي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې د۱۲ماشومانو په وژنه ژوره خواشیني ښودلې اؤ وایي امریکا په ځانګړې توګه پر دغه هدف تمرکز کړی او پر دواړو غاړو فشار اچوي چې اورکم کړي او زر تر زره د سولې لار ومومي.

داتوار په ورځ پخپله ټوئټر پاڼه زلمي خلیلزاد لیکلي دا یوه بده غمیزه ده اؤ له بده مرغه چې غمیزې یوازې تخار پورې نه محدودېږي.

خلیلزاد زیاته کړې ملکي خلک د طالبانو په موټري‌ بمونو، خښ کړل شوو بمونو او په هدفي وژنو کې قرباني کیږي اؤ هغوئ اړ شوي چې په لښکرګاه او نورو سیمو کې له جګړو وتېښتي.

امریکایي استازي ویلي “ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تائید کړې چې د افغان دولتي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې ۱۲ ماشومان ووژل شول او ډیر نور ټپیان شول موږ د ټولو وژل شوو او ټپي شوو کورنیو ته خپله ډاډګیرنه وړاندې کوو”

دخلیلزاد په وینا د دغو غمیزو حالاتو ځواب په بیړني اورکم کیږي، چې د ټولو غاړو لخوا د اوربند سبب وګرځي. ځواب دا دی چې یوه سیاسي جوړجاړي ته بیړه وشي.‌

نوموړي‌ پخپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د افغانستان خپلواکه رسنۍ او فعاله مدني ټولنه باید پرېښودل شي چې روانې پېښې مستنده کړي.

دافغانستان ددفاع وزارت اوړمه ورځ دعوه کړې وه چې د تخار په مرکز تالقان کې دهوایي ځواکونو په یو برید کې دقوماندانانو په ګډون ۱۲طالب وسله وال وژل شوي.

خو دتخار د والي ویاند جواد هجري بیا رسنیو ته ویلي وؤ چې برید کې وژل شوي کسان وسله وال نه بلکې دمدرسې طالبان دي.

تیره ورځ پخپلو څرګندونو کې دافغان ولسمشر وړومبي مرستیال امرالله صالح هم دعوه کړې وه چې دې برید کې وسله وال طالبان وژل شوي اؤ هغه دهغه خلکو په ضد دقانوني ګامونو اخستو ګواښ هم کړی ؤ چې دغه برید کې یې دماشومانو دوژل کیدو اطلاعات خپاره کړي دي.

خو دبشري حقونو دڅار سازمان داسیایي چارو مرستیالې مشرې پخپل یو بیان کې ویلي امرالله صالح هڅه کوي ددې برید په تړاؤ دحقیقتونو مخې ته د راتلو مخه ونیسي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG