لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن – په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۴۳.۳ میلینه او د مړو شمېر ۱.۱ میلیون ته رسېدلی.

په امریکا کې په کورونا باندې له ۸.۸ میلیونو زیات کسان اخته او له ۲۳۰۰۰۰ زیات مړه شوي دي.

په امریکا کې یو ځل بیا د کورونا وایرس د پېښو له زیاتوالي سره د سپینې ماڼۍ لوی درستیز مارک میډوز د یکشنبې یا اتوار په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد به "د کورونا وبا کنټرول نه کړي."

خو میډوز سي ان ان ته وویل، "مونږ به دا حقیقتونه کنټرول کړو چې مونږ واکسین او درمل ترلاسه کړو او داسې نورو لارو چارو پام وکړو."

میډوز په خپلې مرکه کې په امریکا کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا له کورونا سره د شویو اقداماتو په داسې حال کې دفاع وکړه چې د نومبر تر دریمې پورې چې د ولسمشرۍ ټاکنې به پکې کېږي یواځې اته ورځې پاتې دي.

میډوز وویل، "چېرې چې مونږ اوس یو نو مونږ په ډېر غوره حالت کې یو. ولسمشر ټول کارونه کړي دي." او ادعا یې وکړه چې "بایډن به هر کس بند کړی وو."

په ټاکنو کې د ډانلډ ټرمپ سیال جو بایډن چې د نظر پوښتنو له مخې له ټرمپ څخه په اکثرو کلیدي ایالتونو کې مخکې ښکاري په بیړه د ټرمپ لخوا د کورونا وایرس سره د کړي چلند په اړه نیوکې وکړې او وویل،‌ چې ټرمپ د کورونا په کنټرول کې خپل ځان ناسم ثابت کړی.‌

بایډن په یو بیان کې ویلي، ټرمپ د کورونا له پیل څخه سپین بیرغ پورته کړی چې ماته یې ورکړې او دا یې بې ارزښته ګڼلې چې په اسانۍ سره به ورکه شي. خو داسې و نه شول او داسې به ونشي.

بایډن زیاته کړه، "د ولسمشر ټرمپ او د ادارې لپاره یې چې ساینس پوهانو ته غوږ ونیسي، اقدام وکړي او بلاخره وایرس ته په جدي سترګه وګوري اوږد وخت ونیوه چې له امله یې هره اونۍ په زرګونو خلک مړه کېږي، ښونځي بندېږي او په میلیونونو امریکایان بې کاره کېږي.

په امریکا کې په کورونا باندې له ۸.۸ میلیونو زیات کسان اخته او له ۲۳۰۰۰۰ زیات مړه شوي دي. تر ټولو لویه اندېښنه په نویو پېښو کې ۳۲٪ زیاتوالی دی چې تېره اونۍ په ورځ کې ۶۸۰۰۰ پېښو او د شنبې یا خالي‌ په ورځ ۸۴۰۰۰ پېښو ته ورسېدې.

د ټرمپ د ادارې ګڼ چارواکي د حکومت د روغتیايي کارپوهانو لارښونې دومره په پام کې نه نیسي چې ماسکونه وتړي او له خلکو ټولنیز واټن وساتي.

د شنبې یا خالي‌ په ورځ ناوخته چارواکو اعلان وکړ چې د مرستیال ولسمشر لپاره لوی درستیز او د پېنس ګڼ نور همکاران په کورونا باندې اخته شوي دي.

ټرمپ د خپل کمپاین په منځ کې دی او د هغه لږ ملاتړي ماسکونه تړي او کله کله یواځې هغه څو تنه ماسکونه اچوي چې دده تر شا پورته په څوکیو ناست وي او هغه ګڼه ګوڼه چې یې مخې ته ولاړه وي اکثره یې ماسکونه نه تړي.

مډوز وویل،‌ د ټرمپ کمپاین په ټاکنیزو غونډو کې ماسکونو ته اجازه ورکړې خو د ماسکونو تړل یې لازمي کړي نه دي.

هغه وویل، "دا یوه ازاده ټولنه ده. د ماسکونو تړل او نه تړل د هر کس خپل کار دی."

ټرمپ لږ داسې ښکاری چې ماسک وتړي خو بایډن یې اکثره تړي او کله کله په وړو ډلو کې کمپاینونه کوي او یا یې انلاین کوي.

د ولسمشر مرستیال پېنس هم په دوامداره توګه کمپاین کوي او له خپلې مېرمنې سره یوځای په دواړو کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ کورونا منفي شوې ده.

له امریکا وروسته د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې په هندوستان کې دي چې شمېر یې له ۷.۹ میلیونو څخه اوړي او تر ۱۱۹۰۰۰ زیات کسان پکې مړه شوي دي.

د امریکا او هندوستان سربېره شپږ نور هېوادونه دي چېرې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر پکې له یو میلیون څخه زیات دي. په دغو هېوادونو کې برازیل، روسیه،‌ فرانسه، هسپانیه،‌ ارجنټاین او کولمبیا شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG